د کندهار ولایتي اداره راتلونکي اوربند ته چمتووالی لري

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۶ ب.ظ -

د کندهار والي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې راتلونکی لوی اختر د خلکو د هوساینې په خاطر اوربند وکړي او ولایتي اداره دغې چارې ته چمتووالی لري.

زلمي ویسا دغه څرګندونې په اوونیزه امنیتي غونډه کې وکړې چې امنیتي مسوولینو هم په کې برخه لرله.

په دې غونډه کې پر امنیت، راتلونکي اوربند، ټاکنو او نورو موضوعاتو بحث وشو.

د کندهار والي د سولې، اوربند او په راتلونکو ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو او ولسي مشرانو پر رول خبرې وکړې، د هغوی هڅې یې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د اوربند لپاره ډېر کار وکړي.

هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې راتلونکی لوی اختر دې د خلکو د هوساینې لپاره اوربند وکړي او ولایتي اداره دې کار ته چمتووالی لري.

د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني پرون راتلونکي اوربند ته په اشارې سره د هغه پر ښه مديريت ټينګار وکړ.

د کندهار والي له امینتي ارګانونو وغوښتل چې د عملیاتو پر مهال باید منظم پلان ولري څو د دښمن پلانونه مخکې له مخکې شنډ شي او سرتېري له ستونزو سره مخ نه شي.

والي دغه راز ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه دې په کندهار ښار او ولسوالیو کې له خلکو سره غوره چلند وکړي او د ستونزو په حل کې دې ورسره مرسته وکړي.

هغه د راتلونکو ټاکنو اړوند د نوم لیکنې پر پروسه هم وغږېد او ویې ویل، دغه پروسه په کندهار کې بریالۍ وه چې د ښار او ولسوالیو ډېرو خلکو په کې ګډون کړی دی.

خو ده د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل، په هغو سیمو کې چې خلکو نوم لیکنه نه ده کړې ځانګړي پلانونه جوړ کړي، څو هغوی هم نوم لیکنه وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړي د نوم لیکنې په پروسه کې د امنیتي ځواکونو له مرستې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د راتلونکو ټاکنو د امنیت لپاره دې ډېر کار وکړي څو رڼې ترسره شي.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال هارون کلیوال وویل، په ښار او ولسوالیو کې د نوم لیکنې لړۍ پای ته رسېدلې او د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتووالی لري.

په امنیتي غونډه کې د امنیتي ارګانونو مسوولینو هم خبرې وکړې او د خپلو کړنو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

اوربند ثث

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .