د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال درنې نښتې شوي

۲۵ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۴۵ ب.ظ -
  تېره شپه د کندهار د میوند ولسوالۍ په دريو کلیو کلاښامير، جوګرم او شلغمي سیمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنې جګړې شوي او پر مهال يې ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. امنيتي مسولین وايي، نښتې د هغه عملیاتو پر مهال پيل شوې، چې د یو شمېر سیمو د نیولو لپاره يې پلان کړي. دغه عملیات د هلمند له ناامنو سیمو سره په نژدې سیمو کې د کندهار د امنيتي کمربند د پياوړتیا په هدف پيل شوي.    
د کندهار په لوېديځې ولسوالۍ میوند کې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ګڼې هغه سيمې له وسله والو طالبانو پاکې شوي، چې مخکې پرې وسله وال واکمن وه.
  دغه عملیات د تېرو شاوخوا شلو ورځو راهیسي د دې ولسوالۍ په جوګرم، کلا ښامير، مندوز، چشمو او شلغمي سیمو کې دوام لري. امنيتي چارواکي وايي،  د عملیاتو پر مهال يې هغه وسله وال د تلفاتو وروسته شا تګ ته مجبوره کړي، چې ان د نورو سیمو د نیولو لپاره يې پلانونه نیولي وه. د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي لالا وايي، په هغه سیمو کې يې نوي پوستې اچولي، چې وسله والو پکي پټنځایونه جوړ کړي وه. د کندهار میوند ولسوالۍ، چې د هلمند له ګڼو ناامنو سیمو سره سرحد لري، د کندهار مهم کمربند یاديږي. چارواکې وايي، چې هلته نه یوازي وسله وال مخالفین، بلکې د نشه يي توکو قاچاق کوونکې هم د دوی په وړاندي مبارزه کوي.   د کندهار د میوند ولسوالۍ په عملیاتو کې تر دې دمه تر ۳۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. عملیات ۴

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .