د کندوز درې نوې اعلان شوې ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې دي

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۱۵ ق.ظ -

د کندوز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت لپاره درې نوې اعلان شوې ولسوالۍ لا هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او حکومت پر دې نه توانېدلى چې په خپل کنټرول کې يې راولي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني کندوز ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولايت لپاره درې نوې ولسوالۍ اقتاش، ګلتپه او کلباد اعلان کړې.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا غړي توريال کاکړ د سلواغې وويل چې د دوو کلونو په تېرېدو سره يادې ولسوالۍ لا هم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

ده زياته کړه: ((دوه کاله مخکې ولسمشر د دې ولايت لپاره درې نوې ولسوالۍ اعلان کړې، خو تر اوسه دغه ولسوالۍ له طالبانو سره دي، سيمه ييز حکومت پر دې نه توانېدلى چې دغه ولسوالۍ ونيسي او په خپلواکه توګه يې اعلان کړي.))

د هغه په اند که چېرې دغه ولسوالۍ په خپلواکه توګه اعلان شي او تشکيل ورته ولېږل شي نو امنيتي حالات به په دې سيمو کې ډېر ښه شي.

د اقتاش سيمې اوسېدونکي عبدالحق وويل چې اوس هم په دې سيمه کې طالبان حاکم دي او حکومت کوم عمليات نه دي کړي.

ده زياته کړه: ((حکومت څو ځلې ويلي چې دغه درې ولسوالۍ له طالبانو څخه پاکوي خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى، موږ له مرکزي ادارې نه غواړو چې دغه مشکل حل کړي.))

د کندوز ښار اوسېدونکى حاجي نقيب الله هم پر دې باور دى که چېرې د ولسمشر له لوري نوې اعلان شوې ولسوالۍ له طالبانو ونيول شي، په دغه ولايت کې به امنيتي وضعيت ډېر ښه شي.

هغه وايي: ((طالبانو په همدې ولسواليو کې ځالې جوړې کړې، له دې سيمو طالبان نورو سيمو ته استوي که دا ترې ونيول شي نو امنيتي وضعيت به ډېر ښه شي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان جنرال خليل الله ضياييوويل چې ډېر ژر به په دې ولسواليو کې عمليات پيل شي.

هغه وايي: ((په پلان کې مو نيولي دي، څه موده وروسته د نصرت په نوم زموږ عمليات پيلېږي، دغه عمليات به په دې ولسواليو کې هم ترسره شي.))

ضيايي دا هم وويل چې ډېر ژر به د کندوز په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخ چاڼيز عمليات پيل شي.

د يادونې ده، دا مهال اقتاش په خان اباد ولسوالۍ، کلباد په امام صاحب ولسوالۍ او ګلتپه په کندوز ښار پورې اړوند سيمې دي.

کندوزث

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .