د کورنيو چارو وزارت خپل لسګونه منسوبين د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۵ ق.ظ -

د کورنيو چارو وزارت وايي، له دندو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې، اداري فساد او د بې تفاوتۍ او جعل په تور د دې وزارت د ١٥٨ تنو دوسيې يې لويې څارنوالۍ ته استولې دي.

دغه خبرې د دې وزارت د څېړنو رياست مشر پاسوال ضيا کوهستاني  په خبري ناسته کې په ډاګه کړې.

ده وويل، دوی په تېرو شپږو مياشتو کې ۵۴۰  مورده پېښې څېړلې او له دندو د ناوړه ګټې اخيستنې، د وسلو او وسايطو د باقيدارۍ، د تنخواګانو د حيف او ميل، بې تفاوتۍ او تزوير په تور د ۱۵۸ تنو ۱۲۵ دوسيې لويې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

هغه زياته کړه، په يادو کسانو کې څلور تنه جنرالان، ۹۰ تنه افسران، ۵۲ تنه ساتنمنان او شپږ لوړپوړي ملکي کسان شامل دي او پاتې ۱۳۰ تنو ته يې اخطاريې، توصيې او يا هم له دندو تبدل کړی شوي دي.

د ده په وينا، په يادو دوسيو کې سلګونه ميليونه افغانۍ حيف او ميل شوې دي.

همداراز دی زياتوي، د څه باندې ۳۹.۳ ميليونه افغانيو او څه باندې ۲.۸ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت عينيات د معتمدينو په جمع کې قيد  شوي دي.

د ده په وينا، د حامدکرزي د هوايي ډګر د ساتنې کنډک اتو خيالي سرتيرو ته د څه باندې يو ميليون افغانيو د حيف او ميل دوسيې هم شاملې دي.

له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش په دې ناسته کې وويل، چې د کابل ښار په امنيتي پلان کې ډېره پاملرنه د ښار پر کمربندونو او کشفي کړنو شوې او دا مهال د کابل ښار تر امنيتي ګواښ لاندې نه دی.

ده زياته کړه، د کورنيو چارو وزارت د کابل ښار امنيتي پلان ولسمشر ته استولى و او بېرته ياد وزارت ته رالېږل شوی دی.

ده په دې اړه جزئيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې د کابل ښار په امنيتي پلان کې ډېر توجه د ښار پر امنيتي کمربندونو او کشفي ارګانونو شوې ده.

دانش د کابل ښار د امنيتي ګواښونو په تړاو د ځينو ټولنيزو رسنيو راپورونه رد کړل او زياته کړه: “دا مهال کابل ښار ته هېڅ ډول امنيتي ګواښ نه دی متوجه.”

کورنیو چارو وزارت۳

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .