د کور د شاوخوا روغتیا ساتنه

۲۱ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۵ ب.ظ -

د کور په روغتیا ساتنه کي مهمه موضوع د کثافاتو په ښه توګه ځای پر ځای کول دي، د سر پټي بیت الخلاء څخه کار اخیستنه او د هستوګنځي څخه د باندي د کثافاتو ښخول د کور د شاوخوا د چټلیو څخه پاکه او سیمه ښکلې ښکاري. که په سیمه کي د چښاک د اوبو کموالی وي ټول خلک باید د څاه سر پوښ په وسیله د اوبو په ساتنه کي مرسته وکړي او پرې نه ږدي چي د څاه اوبه ککړي سي.

-د امکان په صورت کي باید پر ولاړو اوبو باندي خاوري واچول سي او له منځه یووړل سي، ځکه چي د غوماشو د غونډېډو او هګۍ اچولو ځای دی او خطرناکي ناروغۍ د غوماشو په واسطه له یوه ځای څخه بل ځای ته لېږدول کېږي.

-خلک باید د بیت الخلاء څخه د ګټي اخیستني په ارزښت پوه سي، پر چټلیو باندي دي اهاک او یا خاوره واچول سي، تر درختو لاندي لویو لارو، کوڅو، د چښاک د اوبو زېرمو او کورونو ته نژدې رفع حاجت کول د ناروغیو د خپرېدو سبب ګرځي. د اوبو زېرمو ته نژدې د بیت الخلاء له جوړولو څخه باید ډډه وسي.

بنسټیز پیغامونه:

-د تازه او ښه پخو سوو خوړو په خوړلو سره د یو شمېر ناروغیو مخه ونیسئ

-د چښاک اوبه د پاکو ځایونو (نل او سرپوښ لرونکو څاه ګانو) څخه لاس ته راوړئ. د سیندونو او ویالو ناپاکي اوبه بايد مخکي تر ګټي اخیستني ښه وایشول سي یا ئې صافي کړئ او په سرپوښ لرونکي لوښي کي ئې وساتئ

-بدن، وېښتان، کالي او د بیده کېدو بستره په ښه ډول پرېولل سي. د لمر وړانګي زیات شمېر میکروبونه له منځه وړي، کالي تر مینځلو وروسته د لمر په وړانګو وچ کړئ.

-د بیت الخلاء څخه کار اخیستل د ناروغیو د خپرېدو څخه مخنیوی کوي.

-بیت الخلاء ته د هر وار تلو، د چټلیو سره تر تماس، د کوچني د پاکولو څخه وروسته او د خوړو تر خوړلو او جوړولو او هم کوچني ته د خوړو تر ورکولو د مخه خپل لاسونه په اوبو او صابون ښه پرېمنځئ.

-نوکان باید په منظمه توګه واخيستل سي، ځکه نوکان د میکروبونو د غونډېدو ځای دی.

-په ساده دېوال سره خپل کور شاوخوا د دباندي څخه جلا او کور ته د حیواناتو له ورتلو څخه مخنیوی وکړئ.

-کورني حیوانات باید ځانګړی ځای ولري او دهلېز ته تګ راتګ ونه کړي.

-کثافات باید ښخ یا وسوځول سي، د کثافاتو، پاته سوو خوړو او اومو غوښو غورځول د اوسېدو په ځای کي د ناروغیو د خپرېدو، د خزندو، مچانو او حيواناتو د غونډېدو سبب ګرځي.

– ولاړي اوبه له منځه یوسئ، چي د ناروغیو د ناقلو غوماشو د ورتلو څخه مخنیوی وسي.

-د خپلو کورونو کلکينانو ته جالۍ ورواچوئ، تر څو د غوماشو او مچانو د ورتلو څخه مخنیوی وسي.

۷۹ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of