د کوپرې اوبه د بډوډو شګې له منځه وړي

۹ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۵۶ ب.ظ -

د کوپرې اوبه انسان ته د طبيعت تر ټولو ښه ډالۍ ده. دغه اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامینونه، معدني مواد، امینواسیدونه، کاربوهایډرېټ، انټي اکسیدان او انزایمونه لري. په ټوله کې ویلی شو چې د کوپرې اوبه د هغو موادو او منرالونو درلودونکې دي چې د بدن لپاره ګټورې دي.

کوپره د وزن له کمولو سره مرسته کوي؛ ځکه په خوړلو سره یې انسان ژر د مړښت احساس کوي، د وزن د کمولو لپاره د خوراک کمول اړين دي.

که د شکرې له ناروغۍ کړېږی؛ نو د کوپرې اوبه يې د درملنې ښه نسخه ده. د کوپرې اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه ويټامین بي کمپلېکس، امینو اسیدونه، انزایمونه او ويټامین سي لري.

څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې د بډوډو پر ناروغۍ اخته وي او یا هم په بډوډو کې شګې ولري، نو د له منځه وړلو لپاره یې د کوپرې اوبه ګټورې تمامېږي.

دغه راز، د کوپرې اوبه چې د معدني موادو په تېره بیا د پوتاشیم او مګنېزیم سرچینه بلل کېږي، په بډوډو کې د ډبرې د جوړېدو مخنیوی کوي. له همدې کبله روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره چې بډوډي یې په دوامدار ډول شګې جوړوي، د کوپرې اوبو د څښلو سپارښتنه کوي

natural coconut walnut oil and soap

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .