د ګردې د تیږې د جوړیدو لاملونه :

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۸ ق.ظ -

4

-یو مهم عامل ېې په ادارار کې د کلیسم د ډير مقدار اطراح ده چې یا د پاراتایروئید غدې په فعالیت کې چې د کلسیم د کنترول دنده پر غاړه لري د اخلال را منځته کیدل وي او یا هم په ډيره اندازه د کلسیم مصرف

– د نقرس مرض چې اسیدو یوریکي تیږې را منځته کوي

-د ادرار بندیدل چې هغه په هر دلیل وي

-د اوبو د کم څښلو یا ګرمې هوا له امله د ادارار د حجم کمیدل

-غیر متناسب غذايي رژیم د مثال په ډول د کلسیم لرونکو سبو ډير خوړل

-د ګردې د تیږو کورنۍ سابقه

-په هر دلیل په بستر کې د ډير وخت لپاره پاتې کیدل او د حرکت کموالی

-د شرابو او الکولي موادو ډير مصرف

د ګردې په تیږو د نه اخته کیدو لپاره څو لارې چارې

د ورځې باید کابو دری لیتره اوبه وڅښل شي ډاکتران خالصو اوبو ته ترجیح ورکوي .

که د ګردې تیږه کلسیمي یا فاسفوري جرړه ولري او یا په دې سیمه کې د پوښتورګو د دا ډول تیږو شتون معمول وي نو د شیدو او لبنیاتو په خوړلو کې باید احتیاط وکړو .البته یو شمیر ډاکتران بیا وايي چې د لبنیاتو خوړل د ګوردو د تیږو په جوړیدو کې خاص رول نه لري نو له همدې امله یوه ډله ډاکتران وايي په دومره اندازه هم باید پرهیز ونه شي چې بدن مو کمزوری او د نورو ناروغیو لپاره مساعد شي

د کمو اوبو څښل او ډير خوله کیدل هم د ګوردو د تیږو د پيدا کیدو یو مهم لامل دی.

د تحرک او خوځښت نه شتوالی که له یوې خوا په خپله د ګردې د تیږو د جوړیدو لامل کیږي له بلې خوا د هډوکو کلسیم هم په دې وخت کې وینې ته ځي او اطراح کیږي چې په ادرار کې د کلسیم مقدار ډيریږي .

د تایراید غدې ډير کار او فعالیت هم د کلسیمو د دفع کیدو پروسه زیاتوي او په ادرار کې د کلسیم مقدار زیاتیږي .

په خپله د ګردې د منځ د جوړښت او د تیوبولونو اسیدوز او د امونیاک په تولید کې د خنډونو را منځته کیدل هم یو عامل دی

نا پيژندل شوي عوامل هم کله کله د ادرار په ترکیب کې د کلیسیم د اندازې د ډيریدو لامل وي

د مالګې زیات استعمال او د ټينګ چای څښل هم یو عامل دی

یو شمیر تیږي اګزالاتي سر چینه لري او هغه خواړه چې د اګزالاتو ډير مقدار لري د دا ډول تیږو عامل وي .

البته باید ووایو پالک ، ښورکی سابه قهوه او چای بادام او چهار مغز او فرنګي توت د اګزالاتو مهمې سر چینې ګڼل کیږي خو د میوو ډير خوړل د فیبرو او اوبو د درلودلو له امله ګټور دي .

که د ګوردې تیږه مو د اسید یوریک له ډول څخه وي د سرې خوښې یا غټې غوښې په خوړلو کې احتیاط وکړی

حیواني پروتین د کلسیمو او اګزالاتو دفع کول ډيروي یو عامل کیدای شي .

خو غذايي فیبر د ګوردو په تیږو د نه اخته کیدو لپاره تر ټولو ښه خوراک دی

د ګردې ډيرې تیږې چې کوم خاص مشکل ونه لري تداوۍ ته هم اړتیا نه لری خو یو شمیر ېې بیا خطرناکې دي چې کولای شي ټوله ګرده له منځه یوسي .

له همدې کبله ډاکتران وايي په هرو څلوروتر ۶ میاشتو کې باید ګردې معاینه شي یا التراسونډ وشي او سړی ډاډه شي چې ګردې ېې سم کار کوي ځکه ډير وخت د ګردې تیږې درد نه لري خو ګردې په خاموش ډول له منځه وړلای شي .

که په کورنۍ کې مو بل څوک د ګردې تیږي لري باید حتماً تاسو هم له همدې پلوه معاینه وکړی که ادرار مو غیر عادي رنګ بوی سوزش یا درد ولري او زر زر ادرار ته اړتیا پيدا کوی .

که د ګردې په ناحیه کې درد لری .

که د نا مالوم علت له کبله تبه لری ګردې هم باید چک شي ځکه ډير وختونه د ګردو چرک او د تیږو شتون د تبې سبب ګرځي .

یو څو سپارښتنې :

د قهوې له خوړلو په تیره په دې برخه کې له افراط ډډه وکړی تور ټينګ چای هم همدا ډول خواص لری .

د لیمو ډير استعمال د ګردو د تیږو په کمښت کې هم رول لري او په ادراري سیستم کې هم د میکروبونو مخه نیسي .

په خوړو کې د ډول ډول ترخو مسالې او موادو زیات خوړل د تیږو یو لامل دی باید ډده ترې وشي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .