د ګرزيوان ولسوالۍ شپږ مهمې سيمې طالبانو ته سپارل شوې دي

۱۱ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۴۰ ب.ظ -

په فارياب کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو يوه قوماندان شپږ مهمې او ستراتيژيکې سيمې طالبانو ته سپارلې دي.

د فارياب د ګرېزوان ولسوال ملا فيض الله  وويل چې د ولسي پاڅونوالو قوماندان عبدالمجيد وکيل زاده تېره ورځ د دې ولسوالۍ د خواجه غار، يوخن، دره شاخ، تخاره، اب باريک و بهارک مهمې سيمې طالبانو ته سپارلې او خپله له خپلو ترلاس لاندې افرادو سره ميمنې ښار ته تللى دى.

هغه اندېښنه څرګنده کړه او له دولته يې وغوښتل چې که چېرته مرسته ونه شي، د ولسوالۍ مرکز به له دوو نورو کلو سره د طالبان لاس ته ورشي.

د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سېلاب چې خپله هم د ګرېزوان اوسېدونکى دى، تاييدوي چې يادې سيمې طالبانو ته سپارل شوې او او اوسمهال ٣ کلي پاتې دي، که چېرته حکومت ورته پاملرنه ونه کړي، ډېر ژر به په بشپړ ډول سقوط وکړي.

سېلاب وويل چې دغه سيمې ولسي پاڅونوالو ته د حکومت د نا پامۍ په سبب شوې ده. هغه وويل چې قوماندان مجيد د ډاکتر عبدالله او عطا محمد نور له با اعتماده کسانو دى، په بيا بيا يې خپله اندېښنه له حکومت سره شريکه کړه، خو چا ورته پاملرنه ونه کړه.

بالاخره اړ شو چې د خپلو ملګرو او ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخنيوي په موخه دغه ساحه ترک کړي او خپله هم يوه نا څرګند ځاى ته وتښتي.

د فارياب د امنيت امر سمونوال محمد نعيم انداربي وويل چې يوازې شفاهي راپور يې ورکړى چې څو سيمې طالبانو ته سپارل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو په لومړۍ لوا کې يې د ګرزيوان د وضعيت په اړه له امنيتي چارواکو سره امنيتي ناسته جوړه کړې، څو له مرکزي دولت نه هوايي مرسته وغواړي، که چېرته يې غوښتنې ته پاملرنه ونه شي، ګرزيوان به يې له لاسه ووځي.

فاریاب نقشه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .