د ګناهونو ډول ډول اغېزې

۱۸ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۵۰ ق.ظ -

۱۷ ۱۸

لیکنه : احمدجنید مبارز

بېلا بېل ګناهونه ډول ډول اغېزې لري، چې په لاندې ډول دي :

۱_ د زړه سختوالی : د علي رضي الله عنه وینا ده : د زړه سختي د سترګو اوښکې وچوي او زړه هم په ډېرو ګناهونو سختیږي. ۲_ د نعمت بېرته اخیستنه : امام صادق رحمه الله وایي : پلار مې تل ویل : د خدای پرېکنده حکم دی، چې بنده ته ور کړل شوی نعمت به بېرته ورڅخه وانه خلي؛ خو دا چې بنده ګناه وکړي او د سزا وړ وګرځي.

۳_ د دعاء نه قبلېدل : امام باقر رحمه الله وایي : بنده له خدایه د اړتیا پوره کول غواړي، چې ژر یا ناوخته دې پوره شي، وروسته همدا بنده ګناه کوي، خدای جل جلاله به پرښتو ته ووایي : اړتیا یې مه پوره کوئ او بې برخې یې کړئ؛ ځکه ورته په غوسه شوم او د بې برخۍ وړ شو.

۴_ انکار او الحاد : نبي کریم علیه السلام فرمایي : ګناهونه پر ګناه کوونکي بې لارېتوب واکمنوي، تر دې چي د پېغمبر له نبوت او ځایناستي څخه منکریږي او همدا شان د الله جل جلاله له وحدانیته هم منکریږي او په کفر اخته کیږي.

۵_ د روزۍ بندېدل : امام باقر رحمه الله وایي : څوک چي ګناه کوي؛ نو روزي ورڅخه لرې کیږي.

۶_ د شپې لمانځه څخه بې برخې کېدل : امام صادق رحمه الله وایي : انسان د ګناه له کبله د شپې لمانځه څخه بې برخې کیږي ماخذ : ګناه پوهنه صـ۱۱۱

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .