د یادونو پر څلي د اوښکو نذرانه

۲۱ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۹ ق.ظ -

عصمت قانع

162

شهرت ننګیال مې یار و، چې زړه به مې راوپړسېد؛ نو د پېښور د ګوړو منډیي ته به ولاړم، په کرایي کوټه به ورننوتم. له ورایه به د یوه تاند ځوان رڼو او ځیرکو سترګو په ژر ژر ځنبېدلو کې هر کلی راته ووایه. د ۱۲۰ کلدارو پر پاکستاني سترنجۍ به سره کېناستو او د خپل جهاد د بري په پای کې به د جوړېدونکي افغانستان پر څرنګوالي باندې په بحث سره واوښتو. ده به راته ویل چې د عدل نظام به جوړېږي، تر اوسه پورې موږ ته پردو د نظامونو او حکومتونو نقشې راکولې، اوس چې زموږ ملت راويښېږي؛ نو د خپل ملت په زور به د خپل وطن د ګټو او مفاداتو هغه افغانستان جوړوو چې زموږ د ارمانونو تابلو پکې زموږ د توی شویو وینو رنګ راپورته کړي.

عجیب معصومیت و، عجیب احساس و، اوس چې فکر کوم د یوه بې‌هوشه قمارباز په څېر مې د معصومو ارمانونو او هیلو ټوله پانګه لوټل شوې ده او د تن جامې مې هم د قمار د میدان له جیزګرانو سره ګاڼه یا ګرو پاتې دي، هيڅ نه دي راته پاتې، هر څه رانه لوټل شوي دي.

جهاد د هوس د میدان د څو بزکشو پهلوانانو هغه سخوندر ته پاتې دی چې څوک غواړي د امریکا تر دایرې پورې یې ورسوي او څوک یې د ایران او پاکستان تر دایرې پورې رسول غواړي، خو د ملت د وینو تابلو لا هماغسې پر څټ پرته ده. لا د وینو او اوښکو باران پرې اوري، لا هم د اسمان په شنه لمن پورې د وریځو تور او لوغړن پېڅولونه نښتي دي، لا هم د اسمان شنه کېږدۍ د لوخړو تورو لوګیو پر سر اخيستې ده.

د دنیا له ګوټ ګوټ څخه جنګیالي راغلي دي او دلته د خپلو راتلونکو نسلونو او وختونو د مفاداتو جګړه کوي، خو هغه ملت چې ما او ننګیال یې د راڼه سباوون خوبونه د پېښور په ګوړو منډه‌یي کې یو بل ته تعریفول، نن د مرګي په خوب ویده دي او یا خو مړه دي او په دې څلور کنجه دنیا کې داسې څوک نه‌شته چې دغه ملت د مرګ پوسټ ماتم وکړي، یعنې د مړینې عدلي لایسنس یې اجرا کړي. څوک یې دین نه مني او څوک یې دنیا، څوک یې پر هویت منکر دي او څوک یې پر موجودیت، څوک یې د تاریخ دوښمن دی او څوک یې د جغرافیې، څوک یې سهارونه لوټي او څوک یې د تورو ماښامونو ستوري په بډه وهي. های ننګیاله! یاد دې شي چې ویل به دې دا رهبران دلته رهبران دي چې د افغان وطن د ګټو حکم د اسلام‌اباد له لوري ورکول کېږي.

په والله که په افغانستان کې د دې خلکو په خوله څوک تریخ پیاز وخوري. که نن د وسلو ګودامونه او د کلدارو اکاونټونه د اسلام‌اباد له لوري وتړل شي دا رهبران دومره معنوي توان نه لري چې د افغانستان پر خلکو دې د یوه ساعت له‌پاره هم د رهبرۍ او زعامت برم جلال او پرتم پرېباسي.

هماغه رهبران په کابل کې د وسلو ګودامونه او د ډالرو اکاونټونه لري او ستا هغه باتور ملت رګ هم نه ښوروي، کوم چې تا د غلو او لوټمارانو د محاکمې او محاسبې لاپې او شاپې پرې وهلې. ستا تر ملت خو عربان هم ښه شول، خپل غله خو یې په رڼا ورځ تر څټ ونیول، ستا تر ملت خو د مرکزي اسیا تر روسي استعمار لاندې تاجکان، ازبکان، ترکمنان او قرغیزیان هم ښه شول.

لږ تر لږه د دنیا د ګټو دومره ستر ناورین د لوبو الې خو نه دي ترې جوړې، ستا تر ملت د ایتوپیا د دوښمنو قبیلو ناجوړه ملت هم ښه دی، لږ تر لږه د فهیم په څېر د جمهوري ریاست معاون خو نه لري «اوس چې دا کالم خپرېږي د جمهور رييس لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم دی.» د عطا په څېر بې‌سواده خو پکې والي کېدای نه‌شي. ننګیاله! له ۳۲ کالو وروسته نن یو ځل بیا ستا یاد زما د لېمو پر اسمان وریځ شوی دی او څاڅکي څاڅکي اوري. بس د الفاظو یوه بې روحه تابلو ده در وا یې خله!

ننګیال ته! له اوښلنو سترګو توی چې څومره نم دی هغه رنګ ستا د خامې، ستا د قلم دی د رنځور وطن انځور په کې ښکارېږي زړه دې نه دی، خو تصویر د جام جم دی ستا د سترګو په کاسه کې عدن ښکاري ستا صنم لا د ارمان د کور صنم دی د غمونو څومره لویه پانګه ساتې چا ویلو د احساس انګړ دې کم دی د ګلانو وریځ بل وطن ته ولاړه د سرو وینو باران ستا پر وطن تم دی زموږ په چیغو اولس ویښ نه‌شو، ویده دی سرنوشت مو د خوشحال په څېر په غم دی د مغل پر سوټه اچوي ګوزونه د پښتون ټغن څغۍ ته متار سم دی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .