د یو تن په خاطر ۱۶ ملیونه خلک ووژل سول.

۱۴ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۱ ب.ظ -

دا انځور والا یو صربیایي شاګرد و نوم یې ( غافریلو برینسیب ) و، نوموړي د صربیا په پوځ کې ځان شاملول غوښتل خو دده قد لنډ و نو پوځ کې ونه منل سو، اراده یې وکړه چې خپل شجاعت وښيي، نو په همدې کال په ۲۸/۶/۱۹۱۴ م تاریخ یې د اطریش هېواد ولي عهد او د هغه ښځه چې سرایوو ته په رسمي سفر راغلي ول  ووژله،د دوی وژل کیدل د دې لامل سو چې اطریش په صربیا د جنګ اعلان وکړ. روسان د صربستان ملګري و نو روسانو په اطریش جنګ اعلان کړ.

د یو تن په خاطر ۱۶ ملیونه خلک ووژل سول.

د یو تن په خاطر ۱۶ ملیونه خلک ووژل سول.

جرمني په روسانو جنګ اعلان کړ. او فرانسې په جرمنی جنګ اعلان کړ. جرمنیان د فرانسویانو سره د جنګ په موخه روان سول او د بلجیم خاوری ته داخل سول، بلجیم او برتانیا د جرمني په دې کار په غصه سول او په جرمني یې د جنګ اعلان وکړ. عثماني خلافت د جرمنی ننګه وکړه او پر ټولو یې د جنګ اعلان وکړ. د عثمانیانو په دې اعلان امریکا، ایټالیا، یونان، رومانیا او پرتګال په غصه سول او دوی ټولو پر عثماني خلافت د جنګ اعلان وکړ. په دې ډول په کال ۱۹۱۴ م کې اول نړیوال جنګ پیل سو چې ۱۶ ملیونونه زیات خلک پکی ووژل سول، ۸ ملیونه پکې ورک سول او ۲۰ ملیونه پکې زخمیان سول. او تر ټولو بده خبره دا چې عثماني خلافت ړنګ سو.

لیکنه: عبد الله صدیقی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .