د ۲۰ پاکستاني روپیو پر سر یو تن ووژل شو او ۳ نور ژوبل شول

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۵۸ ق.ظ -

12

د خیبرپښتونخوا په ایبټ اباد کې د پارکینګ د ۲۰ روپیو پر سر د جنجال په نتیجه کې یو تن ووژل شو او ۳ نور سخت ژوبل شول.

پاکستاني رسنیو نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې لانجه د ایبټ اباد د روغتون دباندې د پارکینګ پر فیس وشوه.

ویل شوي چې د پارکینګ ټېکه دار پر یوه تن، چې د پارکینګ ۲۰ روپۍ فیس یې نه ورکاوه، ډزې وکړې او په نتیجه کې یې یو لاروی، چې ناروغ و او له روغتون څخه د درملو له ترلاسه کولو وروسته بېرته کور ته روان و، ولګېد او ځای پر ځای مړ شو.

ټېکه دار تښتېدلی او درې ټپیان په روغتون کې بستري شوي دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .