د CV لپاره کوم فونټ انتخاب کړو؟

۹ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۰ ق.ظ -

۳

د دندو ترلاسه کولو لپاره میلیونونه کسان شرکتونو او ادارو ته خپلې CV لېږي، په سي وي کې کوښښ کیږي د ځان په اړه لنډ خو جامع معلومات ورکړل شي.

خو آیا دا درته معلومه ده چې په سي وي کې کوم انګلیسي فونټ استعمال شي څو ستا دا لنډه پېژنده د ماموریت په پیدا کولو کې اغیزمنه ثابته شي.

یو امریکايي وېبپاڼې دغه سوال ته ځواب مېندلی او په وینا يې Helvetica فونټ تر ټولو ډير خوندور، مسلکي او د کتلو سره يې سړی ريښتونی او ځوان طبیعته ښکاري.

د وېبپاڼې د راپور په اساس د پورته فونټ وروسته Garamond د استعمال وړاندیز کړی دی او په وینا یې په دغه فونټ جوړ شوی CV وړاندې کوونکی کسان تجربه کار او مسلکي ښيي ځکه ددغه فونټ پر مخ ډيره پېژندنه په یوه مخ کې محدودوي او لوستل یې هم اسانه دي.

د وېبپاڼې د کارپوهانو په وینا د سي وي لپاره تر ټولو خراب او زیات استعمالیدونکی فونټ Times New Roman دی.

د دوی په وینا کلونو پخوانی فونټ استعمالول د شخص په شخصیت بد اغېزه کوي او داسې مانا لري لکه څوک چې مرکې (انټرویو) ته په خیرنو جامو کې ځي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .