ذهن څه شی دی؟

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۱۶ ب.ظ -

ژباړه: حمیدالله حمیدي

10-Ways-to-Declutter-your-Mind

ذهن یو حیرانوونکی غړی دی. دغه غړی د هغه  اطلاعاتو خپروونکی دی، چې تاسو یې د خپلو حواسو په وسیله راټولوی. ذهن د مغز په وسيله کنټرولېږي. ټول فعاليتونه لکه فکر، حافظه، احساسات او تخیل د مغز په نوم په یوه تشکیل کې راټول دي. فرمانونه له مغز څخه د یوې نخاع په وسیله په چټکۍ سره د میلیونونو سلولونو په مرسته د بدن ټولو غړو ته رسېږي.

لیدل

انسانان اړ دي، چې مسایل او اطلاعات په خپلو سترګو وویني، درک یې کړي او له هغه وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.

اورېدل

ځینې کسان د اورېدلو له لارې د یو څه په اړه پرېکړه کوي او وایي: «دغه څه زما په اند ښه دي.» یا «دغه څه زما په اند ښه نه دي.»

د لمس قوه

بل حس چې له انسان سره د اشیاو په پېژندلو او درک کولو کې مرسته کوي د لامسې حس دی. دغه نه یوازې له ړندو کسانو سره مرسته کوي بلکې له هغه کسانو سره هم د اشیاوو په پېژندلو او درک کولو کې مرسته کوي، چې سترګې یې روغې وي. انسان چې کله د یوه شکل په اړه فکر کوي او ګوري یې هغه لومړی په ذهن کې د یوه دوه اړخیز یا دوه بعدي شکل په څېر ګوري، خو د ړندو کسانو لپاره هر شکل یا جسم یو اړخیز ښکاري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .