روان سياسي وضعيت د هيواد په ګټه دی که په زيان؟

۲۰ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۴۳ ق.ظ -

روزي محمد زابلی –  په زابل کي د مدني ټولنو د ‌همغږۍ د مرکز مشر

زه فکر کوم د حکومت پر خلاف هغه سیاسیون منفي څرګندوني کوي، چي په تېرو شپاړسو کالو کي یې د حکومت بې درېغه امکانات په نامشروع ډول ترلاسه کول او د قدرت په شنو باغونو کي یې مزې او چړچې کولې، اوس چي نسبتاً حکومت د اصلاحاتو پر لور ګامونه اخیستي او لومړی یې د هغو چارواکو مهار کولو ته لاس اچولی، چي د حکومت په متن او بطن کي د حکومت دښمنان دي، نو ځیني وخت هغوی او یو څو کاذب پلویان یې د نظام پر خلاف څرګندوني کوي. موږ وينو، چي اوسني نظام په دې وروستیو کي د افغانستان د تاریخ تر ټولو لوی زړور سیاسي اقدامات پیل کړل، د ډېرو مافیایي چارواکو او شل میلیونرانو توري سرمایې د خطر سره مخ سوې، د ډېرو د لېري کېدلو په اړه اقدامات وسول او همدا لړۍ به لا دوام وکړي، چي دا به هم د افغانستان او هم به د ټولو افغانانو لپاره د خیر اقدامات وي. د سیاسیونو د حکومت ضد څرګندونو په اړه وېره ځکه نه ده پکار، چي له نېکه مرغه چي همدا سیاسیون د ګوتو په شمېر پلویانو نه بغیر، نور په ولس کي هیڅ ډول محبوبیت نه لري، ولس له همدغو سیاسینو څخه استفراق کوي او د هغوی د وطن ضد کړنو څخه ښه اګاهي لري.

روزي محمد زابلی -  په زابل کي د مدني ټولنو د ‌همغږۍ د مرکز مشر

روزي محمد زابلی – په زابل کي د مدني ټولنو د ‌همغږۍ د مرکز مشر

زما په اند، روان سیاسي وضعیت تر بل هر وخت د هیواد په ګټه دی او د سیاسي ثبات لپاره د حکومت هڅي د ستایلو وړ دي، ځکه حکومت لګیا دی او په تدریجي ډول هغه سیاسیون او واکداران ګوښه کوي، چي لا هم په سیاست کي پر زور، زر، وژلو او ژوبلولو باور لري. زه باوري یم، چي د حکومت همدا هڅي به هیواد د یوه باثباته او انسان محوره سیاست پر لوري وخوځوي.

عزیز خان هوتک:د سياسي چارو کارپوه

حکومت ته د شمالي ټلوالي وروستي ګواښونه، نظام نه شي ړنګولای. د نظار شورا په ځانګړې توګه د اسلامي جمعیت یو شمېر کړۍ له حکومت څخه د باج اخیستلو لپاره په تېرو پنځلسو کلونو کي نظام څو واري ګواښلی دى. د ملي یووالي حکومت تر رامنځ ته کېدو وروسته دغه حکومت چي محمداشرف غني یې مشري کوي، د نظار شورا له لوري تر بل هر وخت ګواښل کېږي.

عزیز خان هوتک:د سياسي چارو کارپوه

عزیز خان هوتک:د سياسي چارو کارپوه

خو دغه ګواښونه تر ډېره تکراري بڼه لري او هسي ګواښونه کوي. یو شمېر سیاستوال چي تل حکومت ننګوي د سیاسي باج اخیستلو لپاره ګواښ کوي، څو د نظام لپاره سرخوږی جوړ کړي. د عطامحمد نور او د هغه د پلویانو وروستي ګواښونه یوازي د سیاسي باج اخیستلو لپاره دي او هيڅ ډول ناغېړه کار نه شي ترسره کولای. تر هغه وروسته چي ولسمشر غني په ښې حکومتولۍ کي خپل ځانګړی سلاکار احمدضاء مسعود له دندي ګوښه کړی، ښاغلي مسعود نظام او حکومت وګواښه او د سختو ناخوالو د رامنځ ته کېدو ګواښونه وکړل، خو احمدضیاء مسعود هیڅ ونه کړل، نه یې حکومت ړنګ کړ او نه یې هم ولسمشر غني ګوښه کړ. تر احمدضیاء مسعود وروسته د نظار شورا یو بل غړي جنرال دوستم چي د ولسمشر غني لومړی مرستیال و، نظام له دې امله وننګاوه، چي د هغه په وینا یې حکومت کي ونډه کمه وه. جنرال دوستم هغه مهال ګواښ وکړ، چي که حکومت یې واکونه انحصار کړي، نو پر وړاندي به یې له هر ډول ممکنه لاري اقدامات وکړي، خو جنرال دوستم له ایشچي سره تر جنسي تاوتریخوالي وروسته ترکیې ته وتښتېد او لا هم په ترکیه کي دی. هغه دومره بې وسه شوی، چي افغانستان ته د راتللو اجازه هم نه ورکول کېږي. د نظار شورا غړو ګواښونو ته په کتو د دوی دغه سیاسي بلوا هیڅ خطرناکي پایلي نه لري، یوازي غواړي له حکومت څخه په یو ډول نه یو ډول باج واخلي. اوس چي عطامحمد نور د حکومت پر وړاندي د نظامي پاڅون ګواښ کوي په اصل کي غواړي ولسي فکرونه وننګوي، تر څو له حکومت څخه د باج اخیستلو لپاره فشار راوړي او یو څه ترلاسه کړي. دغه سیاسي بلواګر د ترهګرو په څېر د نظام پر وړاندي ګواښ پېښوي. ولسونه دي د داسي کړیو پر وړاندي سره یو موټی شي او پر وړاندي دي د نظام کلک ملاتړ وکړي. ولسونه دي ډاډه وي، چي د نظار شورا غړي هيڅ هم نه شي کولای او نه هم څوګ اجازه ورکوي، چي د نظام او افغان ولس پر وړاندي ستونزي راولاړي کړي. حکومت دي هم د ولسونو په ملاتړ د هغو ټولو کسانو ټغر له نظام څخه ټول کړي، چي په حکومت کي دننه د نظام ضد دي.

نثاراحمد احمدي : ليکوال او شنونکی

افغانستان اوس مهال د ازمايښت په حال کي دی. يو طرف ته له طالب سره په جګړه اخته دی، بل طرف ته له داعش سره او درېيم ستونزمن طرف يې په محلي کچه پر زورواکو حاکميت کول دي، چي د حکومتولۍ پر وړاندي يې ستونزي پېښي کړي. دوه طرفه جګړه، درېيم طرف په داخل کي سياسي اختلافات، چي زموږ هيواد يې د يوه طوفان وهلي لاروي په بڼه کړی، چي سترو کړنګونو ته ور لوېدلی وي. که له دې کړنګونو په بري ووت، ابادي او ثبات يې په برخه کېږي. سره له دې چي افغانستان له نړيوال تروريزم سره جنګېږي، تر څنګ يې د خپل اقتصادي استقلاليت لپاره هم چټک لګيا دی، له واکه وتلي اوبه مهاروي، اقتصادي بنسټونه جوړوي او د صادراتو پر ځای د وارداتو کچه لوړوي. دا ټولو ته څرګنده ده، چي دلته جګړه له لوږي او بېکارۍ روانه ده. کله چي لوږه کابو او بې کاري له منځه ولاړه سي، د جګړې ټغر ټولېږي.

نثاراحمد احمدي : ليکوال او شنونکی

نثاراحمد احمدي : ليکوال او شنونکی

هغه وسلوالي ډلي، چي له افغانستان سره جنګېږي، هغوى ته د دښمن عبارت کارېږي او ګيله نه ده ترې په کار. د ګيلې او تنقيد وړ هغه کسان دي، چي کلونه – کلونه يې حکومتي امتيازات وخوړل، نن چي له واکه ګوښه سوي، د جګړه مارو په پلوۍ يې د حکومت پر ضد بغاوت کړی، د حکومتي بنسټونو د ضعف لپاره بشپړه هڅه کوي. موږ چي څومره وضعيت څارلی، افغانستان يوه ترخه صحنه شاته پرېږدي او د ثبات پر لور يې پښې چټکي کړي دي. د حکومت له اډانې، د فساد د ريښو ايستل، د تېري پنځلس کلني واکمنۍ، پاته سوي، ناقانونۍ، ستونزي او ناپاکۍ وخت غواړي. ولس دي د افرادو او اشخصاو پر ځای د حکومتي بنسټونو ملاتړ وکړي، د روڼتيا، د قانون د پلي کېدو او سرکښۍ په مخنيوي کي دي همکاري وکړي.

عبدالحق ځواکمن : مدني فعال

 زما په نظر، اوسنی سياسي حالت د افغانستان په ګټه نه دی، ځکه په افغانستان کي ډېري نوري ستونزي سته چي بايد لومړيتوب ورکړل سي. مثلا، د ځوانانو بېکاري چي کچه يې ورځ تر بلي لوړېږي، ناسم اقتصادي حالات او دې ته ورته نوري ستونزي. دلته اوس مهال مهمه دا ده، چي حکوت، ولسونه او سياسيون تر خپلو شخصي ګټو تېر سي او يوازي د ملي ګټو لپاره سره راټول سي او مبارزه وکړي، د هيواد ګټو ته ژمن سي. دلته که يو زورواکی له دندي لېري کېږي، نو خلک داسي فکر کوي، چي د هيواد حالت خرابېږي.

عبدالحق ځواکمن : مدني فعال

عبدالحق ځواکمن : مدني فعال

نو له دې مالومه سوه چي دلته شخصي ګټي په نظر کي نيول کېږي، چي دا په ټوله مانا يوه شخصي غوښتنه ده. ولسونه بايد د زورواکو تر ملاتړ تېر سي، تر شخصي ګټو بايد تېر سي، هيواد دا مهال له سخت بحران سره مخ دی. موږ بايد ملي ګټو ته ژمن واوسو، قومي تعصبات بايد ختم سي، حکومت بايد په دې اړه کار وکړي او مخنيوی يې وکړي.

خالد ارزښت : ليکوال

 په تېره یوه نیمه لسیزه کي د حکومت پر وړاندي لویه ننګونه زورواکي وه، زورواکو له دوو اړخونو د ولس ویني زبېښلې: لومړی اړخ یې د حکومت دننه زورواکي وو، یعني هغه زورواکي چي یوه لاس کي یې ناقانونه ټوپک او په بل لاس کي یې قانون و. دویمه ډله هغه زورواکي وو، چي حکومت او دولت کي یې له کمزورو خلکو په استفادې خپل راج چلاوه. د پرمختیایي پروژو ټیټ کیفیتي او نه پلي کېدل، د امنیت خرابوالی، د صنعت او تجارت وروسته پاتي والی، فساد، غصب … بدبختیو ستر عامل همدا خودسري او زورواکي وه.

خالد ارزښت : ليکوال

خالد ارزښت : ليکوال

د زورواکو او فسادګرو پر وړاندي یا حکومت اراده نه درلوده او یا هم له حکومت سره بهرنی ملاتړ مل نه و، خو دا چاره د دې باعث شوه، چي میلیاردونه بهرنۍ مرستي او داخلي عواید حیف ومیل شي او ولس د حکومت او دولت پر وړاندي بې باوره کړي. تېري یوې نیمي لسیزي کي د عام ولس په نوم راغلي بهرنۍ مرستي، په بهرنیو بانکونو کي د څو اشخاصو او کورنیو په نوم ثبت شوې او یا په بهر او داخل کي د زورواکو او فسادګرو د کورونو او ښارګوټو په جوړولو مصرف شوي دي. ولسمشر غني ټاکنیزو کمپاینونو کي ویلي وه، چي “هیڅ افغان د بل افغان نه کم نه دی او هیڅ افغان د بل افغان نه زیات نه دی” د زورواکۍ او قدرت جزیرې به ختموي او د فساد سره به مبارزه کوي. که څه هم دی د حکومت په لومړیو کلونو کي د ځینو عواملو له کبله ونه توانېد، چي د فساد او زورواکۍ پر وړاندي هغسي مبارزه وکړي، چي تمه یې کېدله، خو اوس یې چي دا ډول هڅي پیل کړي دي، پکار ده ملاتړ یې وشي. په اقتصادي او سیاسي لحاظ ځیني کارونه شوي دي، چي حساب پرې کېدای شي، لکه اقتصادي برخه کي د چابهار اقتصادي بندر پرانستل، د لاجوردو او ورېښمو لارو احیاء، د کاسا زر پروژې چټکتیا، هند سره هوایي اقتصادي دهلېز پرانستل او د سوداګریزو راکړو ورکړو پراخوالی، ایران سره نورمالي اقتصادي اړیکي ساتل، د اوبو مهار لپاره د ځینو بنسټیزو پروژو پیل، په اقتصادي او سیاسي لحاظ د پاکستان منزوي کول او د پاکستان له اقتصاد انحصار د هیواد ژغورل. دا او دې ته ورته هڅي هیله بښونکي پروژې دي، خو دا پروژې هغه وخت لا غوړېدای او پلي کېدای شي، چي داخلي زورواکي او د ټوپک سالارۍ کشمکشونه له منځه لاړ شي او دلته د تور اقتصاد مخه ونیول شي. همدارنګه د محلي ادارو د ضعف اصلي لامل همدا زورواکي ده، د مثال په توګه د هلمند جګړه (۸۰) اتیا سلنه د تاریاکو جګړه ده، کومه چي محلي زورواکان او قاچاقبران یې رهبري کوي او یا په ځینو عایداتي او سرحدي ولایتونو کي د محلي حکومتونو کمزوري کولو کي زورواکان لاس لري، چي د اقتصادي پرمختګ ټولي دروازې یې تړلي دي. په داسي یوه حالت کي چي بهرني استخباراتي سازمانونه، زورواکي، فسادګر او د ځمکو غاصبین په شکل د اشکالو د حکومت او نظام د تخریب او ضعیفه کېدو هڅي کوي، د ځواني او قلموالي طبقې مسؤلیت دی، چي پر وړاندي یې مبارزه وکړي، نه دا چي د قوم، ژبي، مذهب او سمت په نوم د زورواکو او فسادګرو حمایت وکړي او په دې توګه دلته یو ځل بیا نسبي ديموکراسي وځپي او د جنګ-جګړو لمن پراخه کړي. زموږ مسؤلیت دا دی، چي د دا ډول حالت څخه د ديموکراسۍ د تقویې په ګټه استفاده وکړو، یعني د سوله ییزي مبارزې اصل پیاوړی کړو، د ټاکنو له لاري حکومتي اقتدار ترلاسه کړو، نه دا چي د قومي، ژبني او سمتي ټېکدارۍ له لاري. موږ ټول افغانان د یوې کښتۍ سپاره یو او د تاریخ د څپو له یوه حساس پړاو تېرېږو! د ستونزو او بدبختیو د خلاصون یوازينۍ لاره ملي او افغانستان شموله فکر او حرکت دی. حکومت، سیاسي ډلو او ولس ټولو ته پکار دي، چي ملي ګټي په نظر کي ونیسي. د تاریخ دا پړاو ځکه نازک دی، چي حزب اسلامي سره سوله یوې ډلي ته د خوښۍ او بلي ډلي ته د اندېښنې فکر پیدا کړی دی. په اوس وخت کي د حکومت اصلاحات او د فساد سره مبارزه ډېر ژر په قومي، مذهبي او سمتي تعصب تعبیر کېدای شي. په آخر کي همدومره وایم، چي سیاسي بې ثباتي هر وخت د امنیتي او اقتصادي بې ثباتۍ په مانا نه وي، بلکي سیاسي کشمکشونه د ديموکراتیکو نظامونو اصل وي او په ډېرو پرمختللو هیوادونو کي دا ډول لفظي ګذارونه او ګواښونه د سیاسيونو لخوا کېږي، زموږ مسؤلیت دا دی، چي دغه ډول حالت ته قومي، ژبني، مذهبي او سمتي رنګ ورنه کړو او په دې ډول د عامه اذهانو د خرابوالي او مخشوشتیا هڅي ونه کړو. همدارنګه هغوی ته هم د سیاسي رهبر او مشر خطاب ونه کړو، چي په تېرو اوولسو کلونو کي یې د سیاسي، ګوندي او سوله ییزي مبارزې اخلاق او الفباء زده کړي نه وي او د قانون څخه په ښکاره ډول سرغړوني کوي. هیله ده، د بلخ د زورواکي او سرشار والي لېري کول، د ولسمشر د هغي مشورې کمپایني خندا د حیثیت اعاده او د عام ولس د پرمختګ پیلامه شي او دا لړۍ دوام وکړي.

محب الله طارق :ليکوال او مدني فعال

 روان سیاسي وضعیت د هيواد او خلکو په زیان دی. په دې وروستیو کي د سیاسي احزابو او ډلو یو شمېر مشرانو په هيواد دننه او بهر ځیني غیرمسؤلانه او شرموونکي څرګندوني درلودې، چي په پوره مانا د هيواد او خلکو په زیان دي. په مشخص ډول د کندهار غونډه، په ایران کي د اجرائیه ریاست د مرستیال حاجي محمد محقق شرموونکي خبري او اوس اوس د حکومت او اسلامي جمعیت تر منځ د بلخ د لېري کړل شوي والي عطامحمد نور پر سر رامنځ ته شوي کړکېچ د هيواد سیاسي اوضاع بحراني کړې ده. دغو سیاسي مشرانو د وینو د روان سېلاب د مخنیوي او ښې حکومتولۍ د رامنځ ته کولو په انګېزې د فکر او کار کولو په ځای خپل ټول تمرکز په حزبي ګټو، د قدرت په انحصار او قومي مسایلو لرلی دی. محمد محقق ایران کي د یوې غونډي په مهال د داعش په وړاندي د ایرانیانو جګړه وستایله او له هغو افغانانو یې هم مننه وکړه، چي د ایران د حکومت له لوري سوریې ته د داعش په ضد جګړې لپاره استول کېږي.

محب الله طارق :ليکوال او مدني فعال

محب الله طارق :ليکوال او مدني فعال

د یوه لوړرتبه پلاوي په توګه د بد ګاونډي او سرسخت رقیب هيواد په کوربه توب دا ډول څرګندوني نه یوازي دا چي د خپل هيوادني سیاسي حیثیت خرابول دي، بلکي په لوی لاس پردۍ جګړه پخپل کور ننويستل او ورته د ښه راغلاست ویلو په مانا هم دي. په داسي حال کي چي محمد محقق ایران ته د یوه افغان ملي او لوړرتبه مامور په حیث تللی و او هلته یې د ټول هيواد استازیتوب کاوه، ده دا خبري په دې خاطر وکړې، چي په افغانستان کي د ده په مشرۍ د شعيه مذهبي اقلیت په وړاندي د داعش د حملو غندنه وکړي او همدارنګه له ایران سره د اوږدمهال راهیسي د خپلو شریکو مذهبي ایډیالوژیکو ګټو ژمنتیا او خواخوږي ثابته کړي. دا په داسي حال کي ده، چي ترهګر د تور او سپین انسان هيڅ تفکیک نه کوي. سره له دې چي د محقق د څرګندونو په وړاندي د هيواد دننه او بهر افغانانو سخت غبرګونونه وښودل، خو نوموړی له هيڅ کوم ډول قانوني برخورد سره مخ نه شو. دغسي بې بندوباره خبري کول په کابل کي د (تبیان په فرهنګي مرکز) د تېري ورځي مرګونى برید په څېر بریدونو ته زمینه سازي کول او د ملي وحدت زیانمنول دي. له بله پلوه، د حکومت او اسلامي جمعیت ډلي تر منځ په راولاړ شوي کړکېچ هم د ځينو سیاستوالو خولې خلاصي دي او د شخصي ګټو او قدرت د بقاء په خاطر په هيڅ ارزښت سرفه ګیر نه دي. د بلخ لېري کړل شوى والي او د اسلامي جمعيت د مشرتابه شورا غړي عطامحمد نور د پنځه لس کلن ماموریت وروسته د خپل ځان د لېري کېدو په غبرګون کي ګواښ کړی، چي که غوښتني یې ونه منل شي، چاته به اجازه ورنه کړي، چي بلخ ته د والي په توګه ورشي. دی وايي، په امنیتي ځواکونو کي پراخ نفوذ لري، د اړتیا په وخت کي به په زور سره خپل ماموریت ته دوام ورکړي، دا ډول ګواښونه نه یوازي دا چي په هيواد او نظام کي دننه انارشیستي او خودسرۍ ته لار هواروي، بلکي د افغانستان د کورنیو، سیمه يیزو او نړیوالو دښمنانو په ګټه دي. د اوس وخت په حساسو شرایطو کي چي جګړه تر بل هر وخت ډېره شدیده، مرموزه او څو بعدي ده او هيواد د نړیوالو قدرتونو د جګره يیزي سیالۍ په ډګر بدلېدونکی دی، سیاسیونو ته پکار دي، چي د شخصي او ګوندي ګټو پر ځای ملي او هيوادنيو ګټو ته اولیت ورکړي. په نظام نیوکي باید د اصلاح په موخه وکړي، که څوک د نظام په کړنو ملاحظات لري او یا مشخصاً کوم چارواکي سره ستونزه لري، له قانون سره سم دي عدلي مراجعو ته عرض وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .