روزګان: د ټولګټو ریاست د بیارغونې پروژې پلي کوي

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۵ ق.ظ -

 روزګان ولایت د ټولګټو ریاست د مرکز ترینکوټ شاه منصور په کلي کې دد  یو پولچک، د سړک د رغولو او د یو شمېر نورو پروژو د رغونې چارې پیل سوې د چارواکو په وینا یاد ریاست د ترینکوټ څخه د چورې ولسوالۍ په مسیر ۳ پلچکونه، د ترینکوټ څخه د چنارتو ولسوالۍ په مسیر ۳ پلچکونه، د روزګان څخه د کندهار په مسیر ۲ کیلو متره سړک، د ترینکوټ څخه د دهراوت ولسوالۍ په مسیر ۲ کیلو متره سړک او د ترینکوټ د هوایې ډګر پر لور ۲ کیلومتره سړک رغوي

د چارواکو په وینا نوموړې پروژه د ټولګتو وزارت د پرمختیایې بوديجې څخه د څه د پاسه ۴ ملیونه افغانیو په لګښت د نعیم هاشمي ساختماني شرکت له لوري رغول کیږي د یادو پروژو د پرانیستي پر مهال د روزګان مرستیال والي عطاءالله فضلي د ټو لګتو چارو وزارت د مشرتابه څخه د مننې تر څنګ د یاد شرکت مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه چې چارې یې باید د اصلي تړون له مخې ترسره کړي او د ولسي وګړو څخه یې غوښتنه وکړه چې د عام المنفعه پروژو ساتنه وکړي او د دولت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

۷۸ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed