روسیه:دوه خبریالانو داستالین پرسر یو بل ووهل

۱۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۰۲ ب.ظ -

د روسیې دوه خبریالانو نن په یوه راډیویي خپرونه کې د پخواني شوروي اتحاد د پخواني رهبر ژوزف استالین په اړه د مناظرې پرمهال پر یو بل ګوزارونه کړي .

د یورو نیوز د راپور له مخې دا دوه خبریالان په دویمه نړیواله جګړه کې د استالین د رول په اړه غږیدل، چې یو احساساتي شو او ناڅاپه یې بل په څپېړه ووهه او مقابل لوري هم پرې د سوکانو ګوزارونه وکړل .

ویل شوي په دویمه نړیواله جګړه کې د استالین رول په روسیه کې په یوې ناندریزې مسئلې بدله شوې .

تازه حکومت د یوه فلم د خپریدو مخنیوی کړی، چې استالین په دغه جګړه کې پړ ښيي .

ZA

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .