روغتونونو کې د لاس نه مینځل هر کال ۸ میلیونه کسان وژنی

۲۹ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۰۹ ب.ظ -
د روغتیا نړیوال تنظیم ویلی چې یواځې په روغتونونو کې هر کال د لاس مینځلو په مټ د ۸ میلیونه انسانانو ژوند ژغورل کیدلی شی. دغې ادارې ویلی چې هر کال روغتونونو کې د لاس نه مینځلو له کبله د زخمونو ځآیونه مکروبی کیږی او لدی کبله دغه مرګ رامنځته کیږی. د پاکوالی نړیوالې ورځې په پلمه خپرې شوې اعلامیې کې دغه تنظیم د روغتیا برخې ټولو کاریګرو باندی غږ کړی چې میکروبو مخنیوی لپاره د لاسونو پاکوالی ته په توجه سره د سلامتیا کچه لوړه کړی. د نړیوالې روغتیا تنظیم ویلی چې د روغتیایی پاملرنې اړوند خپریدونکې میکروب کچه په ختیځو منځنیو هیوادونو کې د ۱۲ او ۱۸ سلنه ترمنځ ده. دغه تنظیم ویلی چې سږکال د پاکوالی نړیوالې ورځې د لمانځلو پروګرامونه له هغه سرایت څخه راڅرخیږی چې د جراحت ځای ته رسیږی او په ځآنګړی ډول روغتون ته د ناروغ ننوتلو سره سم د لاسونو مینځلو او بیا تر عملیاتو رسولو، او بیا له عملیات وروسته آن تر رخصت کیدلو پورې پاکوالی تضمین کړی. دغې نړیوالې ټولنې ویلی چې د روغتیایی پاملرنې اړوند میکروبونه زیاتره وخت د روغتیا برخه کې د کاریګرو کسانو له لاسونو مریضانو ته لیږدیږی. تنظیم زیاتوی کم او متوسط عائد لرونکو هیوادونو کې ترټولو زیات لیږدیدونکی میکروب هغه دی چې عملیات شوی زخم ته لیږدیږی او تقریبا د جرحی مداخلو ۱۲ سلنه تشکیلوی. جمال ابراهیمی ewrwer-660x330-e1537418546467n

(2)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .