روغتيا وزارت هلمند کې د پوليو يوه مثبته رامنځته شوې پېښه څېړي

۱۷ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۴۶ ق.ظ -

د نادعلي ولسوالۍ نري مانده سيمه کې د پوليو مثبتې پېښې د رامنځته کېدو څېړلو په موخه د عامې روغتيا وزارت او اړوند مرستندویه بنسټونو څخه راغلي پلاوي هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان سره وکتل.

پلاوي وويل: په سيمه کې د وسله والو مخالفينو شتون، د داخلي بې ځايه شويو زياتوالی، د کوچيانو مېشتېدونه، په سمه توګه د واکسين څاڅکو نه رسېدنه او د نظارت کمرزوي هغه عوامل دي، چې دغه مثبته پېښه رامنځته شوې ده.

36714995_1451718394973486_1685212276367294464_n

هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ پر دې مثبتې پېښې رامنځته کېدو خواشيني وښوده او غوښتنه يې وکړه، چې د عامې روغتيا وزارت او اړوند مرستندویه بنسټونه دي په فوق العاده توګه ياده سيمه تر خپل پوښښ لاندې ونيسي، ترڅو د نورو مثبتو پېښو مخنيوی وشي.

هغه د پوليو له منځه وړلو په برخه کې د واکسين په سم تطبيق ټينګار وکړ او د عامې روغتيا رياست ته يې لارښوونه وکړه، چې د واکسين ټولو کارکوونکو ته جدي سپارښتنه وکړي، ترڅو د عامې پوهاوي ترڅنګ کمپاينونه په منظمه او دقيقه توګه ترسره کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .