زابلی ځوان دویشو ولایتي سیالیو اتل سو

۲۰ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۲۱ ب.ظ -
            دویشو هغه ولایتي سیالي چي اونۍ وړاندي په پلازمېنه کابل د څلورو ولایتونو ترمنځ جوړي سوي وې زابلی ځوان فهیم الله شهاب یې اتلولي وګټله،په دې سیالیو کي دزابل ترڅنګ، دغزني، نیمروز او بادغیس ولایت د ویشو کلبونو لوبغاړو په کښي ګډون کړی وو، چي د اتو سیالیو په ترسره کولو سره دزابل څخه فهیم الله شهاب لمړی مقام غزني دوهم او نیمروز ولایت دریم مقام وګټی، د افغانستان د ویشو فدراسیون چارواکي وایې چي دا سیالی یې د ملي ټیم لپاره په لاره اچولې وې،تر څو پیاوړي لوبغاړي دافغانستان دویشو ملي ټیم ته لاره پیداکړي،ددوی په وینا چي تر دې وړاندي یې هم د لسو ولایتونو په سطحه سیالي ترسره کړې وې چي ډیری نوي ځوانان پکښي ولوبیدل.         26755159_1891078547871277_1480645625_n

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .