زابل کې دحشمت خلیل کرزي څلورم تلین ولمانځل سو

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۲۹ ب.ظ -

نن په همدې مناسبت دزابل ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست دغونډ په تالار کې  مراسم جوړ سوي وه چي د ولايتي شورا رئيس،اطلاعاتو فرهنګ رئيس چارواکو ، قومي مخورو او ځوانانو تر څنګ لسګونو کسانو، چي پکښي ګډون کړى وو لومړى  د شهید حشمت خلیل کرزي د شهادت د څلورم تلین په مناسبت د قران کریم ختم او دعاوي وکړي.او وینا والو حشمت خلیل کرزی یو زړه ور شخي اوپروطن مین شخص یاد کړ اودهغه کارنامې یې وستایلې.

MYXJ_20180809145603_save

همدارنګه د ويناوو په برخه کې لومړى دزابل ولايت دطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو مدير محبوب محبت دحشمت خليل کرزى پر ژوند رڼا واچوله. همدارنګه دغونډي نورو ويناوالو حاجي عطاجان حق بيان،واسيع توخي،مجيد خان او حاجي عبدالولي ولي هم وويل شهيد حشمت خليل کرزى د دې وطن يو وياړلى ، غښتلى ، قاطع او منلى مشر وو . د هغه سره مي نژدي ملګري وه ، پر وطن او خلکو مين شخصيت وو . ددوى په خبره شهيد د لارويانو اميدونه د هغه ورور حکمت خان خليل کرزي ته دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .