زابل کې  دکتاب اونۍ ولمانځل شوه.

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۴۴ ب.ظ -

نن ورځ دزابل ولايت د اطلاعات او فرهمنګ رياست په عامه کتابتون کې ديوشمير مراسمو په ترڅ کې چي د اطلاعاتو اوفرهنګ رئيس عبدالرزاق بشر،دولايتي شورا وکيلي فوزيه يونسى کاکړ اويوشمير ځوانانو ګډون کړى وو دکتاب اونۍ ونمانځله .

MYXJ_20180516144040_save

لومړى د اطلاعاتو اوفرهنګ رئيس عبدالرزاق بشر د کتاب په ارزښت او ټولنه کې د کتابتون په اهمیت باندي ارزښت ناکه خبري وکړي. د بشر په خبره کتاب دپیغام دانتقال وسیله ده او کتاب دتمدن او کلتور بریاوې له یونسل بل نسل ته منتقلوي . ښاغلي بشر وويل دزابل ولايت په ټولو لیسو،مدرسو او مسجدونو کي د کتاب او دکتابتون څخه د استفادي لپاره عامه پوهاوی رامنځته کوي. او دګرځنده کتابونو پروګرام به پېلوي. بشر زياته کړه دزابل ولايت په عامه کتابتون کې زرګونه بيلابيل کتابونه موجودي او زابلي ځوانان کولاى شي چي راشي مطالعه وکړي او يايې دمطالعي دپاره ورسره يوسي. همدارنګه ديني عالمانو اوځوانانو هم غونډي ته په وينا کې دکتاب پر اهميت خبري وکړي دوى وويل  کتاب دتفکر او کمال افزار دی او دانسان دپوهې توان او اندازه له کتاب او له کتاب لوستلو سره دهغې له مینې او ګروهنې څخه معلومولای شو. ددوى په خبره په ننۍ نړۍ کښې نویو رسندویو دتفکر او د فکر دنیا او دډله ایزو ارتباطاتو وسایلو ته لاره موندلي ده خو دکتاب مقام او منزلت هیڅ کله کم شوی نه دی او دکتاب په راتلونکی خړ شوی نه دی . دوى داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له مسئولینو څخه په منني سره له زابلي ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چي عامه کتابتون ته راشي او مطالعه وکړي دوى زياته کړه د کتاب او کتابتون په برخه کي به هر اړخېره همکاري کوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .