زابل کې په اورښت ځپلو کورنيو باندي د مرستو لړی پيل شوه

۲۳ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۱۲ ب.ظ -

ددې ولایت والي وايي ددې مرستو لړۍ به ولسوالیو ته هم وغځوي. په زابل کې ددریو ورځو پرلپسې اورښتونو له امله په مرکز کلات او ولسوالیو کې تر لس زرو پوري کورنیو ته زیانونه رسیدلي دي. دمحلي چارواکو په خبره چې لاهم یې په ولسوالیو کې دسروې ټیمونه بوخت ترڅو زیانمني کورنۍ په ګوته کړي. دزابل والي رحمت الله یارمل وايي چې دوروستیو اورښتونو له کبله دلته په مرکز کلات یې ۹۳۵ کورنۍ سروې کړي چې نن یې د ډبلیو ایف پې موسیسې په مرسته یې دخوراکي او غیر خوراکي توکي دویشلو لړۍ پیل کړه . ښآغلي یارمل زیاتوي چې په مرسته سویو توکو کې څلور ګونۍ اوړه،دوه پارسله دال، غوړي او دیوې کورنۍ د اړتیا وړ توکي شامل دي. نوموړي زیاتوي چې دسروې له بشپړیدو سره په ولسوالیو کې هم دزیانمنو کورنیو سره مرستي وکړي.

۱۱۰ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of