زاخېلوال: افغانستان هېڅکله د پاکستان د يواځې کولو هڅه نه ده کړې

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۳۳ ق.ظ -
  په  اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي چې افغانستان هېڅکله د پاکستان د يواځې کولو هڅه نه ده کړې؛ ځکه چې دغه کار د افغانستان په ګټه نه دى. د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال دغه څرګندونې د وږي په ٢١مه په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو  خبرو اترو د دويم پړاو د ((دوه اړخيزه پخلاينې چانسونو او ننګونو)) تر عنوان لاندې کنفرانس ته د وينا پر مهال کړې دي. په کنفرانس کې د افغان سفير تر څنګ د ولسي جرګې غړو سيد اسحاق ګيلاني،  ميرويس ياسيني، د محاذ ملي ګوند مشر پير سيد حامد ګيلاني،  د افغان ملت ګوند مشر  ډاکټر انوارالحق احدي، د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير او ډاکتر فاروق اعظم هم برخه اخيستې وه.
  دغه راز په کنفرانس کې يو شمېر پاکستاني سياستوالو، د ملي شورا غړو او د مدني ټولنې استازو ګډون درلود.  
د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال ويلي، افغانستان به هېڅکله له هندوستان سره په ګډه پاکستان ته زيان ونه رسوي. هغه زياته کړې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ بې باوري سخته زياته شوې او د بې باورۍ دا فضا بايد له منځه يووړل شي. زاخېلوال وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې ستونزې شته چې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې کړى شي. د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي دغه کنفرانس ته ويلي چې د پاکستان امنيت د افغانستان امنيت او ثبات پورې تړلى دى. د هغه په وينا، پر کوم درېيمګړي هېواد د تکيه کولو پر ځاى بايد دواړو هېوادونه د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي.    
ډاکټر زاخېلوال ويلي چې افغانستان هېڅکله د پاکستان د يواځې کولو هڅه نه ده کړې؛ ځکه چې دغه کار د افغانستان په ګټه نه دى.  
    نوموړي زياته کړې: ((موږ بايد د يو بل خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى ولرو.)) د افغانستان سفير وايي، پاکستان بايد د افغانستان او هندوستان اړيکو ته په مثبت نظر وګوري، افغانستان به هېڅکله له هند سره په ګډه پاکستان ته د زيان رسولو هڅه ونه کړي. د هغه په وينا، د دواړو هېوادونو خلک د بې ثباتۍ ښکار دي که چېرې دغه کار ادامه پيدا کړي، نو د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د پول رول نه شي ادا کولى.
زاخېلوال: افغانستان هېڅکله د پاکستان د يواځې کولو هڅه نه ده کړې

زاخېلوال: افغانستان هېڅکله د پاکستان د يواځې کولو هڅه نه ده کړې

خو ډاکټر زاخېلوال دا هم وويل، پاکستان داسې فکر کاوه چې د افغانستان هره معامله به اسلام اباد پر مخ وړي، خو پاکستان بايد د افغانستان خپلواکۍ ته درناوى ولري. هغه وويل، پاکستان پر ډيورنډ پولې او سوداګريزې ستونزې جوړې کړې دي چې له امله يې اړيکې نورې هم خرابې شي.  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .