زاڼې

۲۱ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۲ ق.ظ -

۲

لنډه کیسه

لیکونکی : منیر احمد احمدي

سرکښي زاڼې وویل:

کتار مات او ارتفاع لوړه کړۍ چي افغانستان دی!

زاڼې په هوا کښي داتڼ په څېر کړۍ شوې.

لاندي به ځمکه ماشومانو په یوه غږ چیغي ورته وهلې

زاڼې ، زاڼې اتڼ واچوووو!!!

زاڼې ، زاڼې اتڼ واچوووو!!!

سرکښه زاڼې ملګرې ته ور په څنګ شوه او ویې ویل:

ښایسته وطن دی ، مینه ناک ماشومان لري ، په بل هېڅ وطن کښې ماشومان دومره ډېر نه راته خوشحالېږي .

خو……..

زاڼې لا خبره نه وه خلاصه کړې چي دکلاشینکوف مرمۍ یې تر سینه ووته

ډزي زیاتي شوې ، ملګرې یې مخکي شوه ، او له اوښکو په ډکو سترګو یې وویل:

نه مي وو درته ویلی چي لاره به بدله کړو!!!

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .