زوکربرګ هم په خپل فېسبوک کې لنډه‌غر نه مني

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۰۸ ب.ظ -

3

اوس به داسې کم خلک پيدا کېږي چې يا فېسبوک نه لري، يا يې بېخي نه پېژني. کرۍ ورځ او شپه د نړۍ په کونج کونج کې خلک ورباندې اخته دي او خپل اندونه او نظرونه پرې يو له بل سره شريکوي.

ځينې يې وېډيويي پيغامونه خپروي، ځينې بيا انځورونه، داسې خلک هم شته چې په فېسبوک نور خلک ګواښي او ځينې بيا داسې څه خپروي چې د خلکو احساسات راپاروي، يا يې ژوبلوي.

اوس د فېسبوک مشر مارک زوکر برګ ويلي دي چې تر دې وروسته په فېسبوک کې داسې لنډه‌غري نه شي زغملای چې څوک څوک وګواښي يا يې له احساساتو سره لوبې وکړي.

ده ویلي، ۲۰۱۸ مېلادي کال به په فېسبوک کې د جعل‌کاریو د مخنیوي له‌پاره تر ټولو مهم کال وي.

فېسبوک خبرداری ورکړی چې د هغه څه خپرېدو ته به اجازه ور نه کړي چې د خلکو احساسات، ژوند او نور چارې تر اغېز لاندې راولي.

د فېسبوک باني زیاته کړې، دوی به د نفرتونو د مخنیوي له‌پاره هر هغه کار وکړي چې اړتیا یې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم فېسبوک خبرداری ورکړی و چې ټولې هغه وېډیوګانې او تصویرونه به له‌منځه یوسي چې د خلکو ذهنیت ته زیان رسوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .