سامسنگ ومنله چې گلکسي اېس۹/۹ پلس راتلونکی میاشت معرفي کېږي

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۸ ب.ظ -

۸

سامسنگ کمپنۍ CES 2018، چې د ټکنالوژي توکو نړیوال نندارتون دی او د امریکا په لاس وېگاس ښار کې د جنوري له نهمې څخه پیل شوی او تر دولسمې به روانوي خپل یو شمېر تولیدات معرفي کړي.

سامسنگ کمپنۍ له وړاندې هم هغه راپورونه چې په کې ادعا شوې وه چې گلکسي اېس۹/۹ پلس به د لاس وېگاس نړیوال نندراتو کې معرفي شي رد کړي ول.

اوس د سامسنگ کمپنۍ د موبایل څانگې مشر، ډي جې کوه، یوې مرکې کې منلې او تاییده کړې چې د دغې کمپنۍ راتلونکي ځیرک موبایلونه به فبروري کې معرفي شي.

که څه هم ښاغلی کوه د دغو ځیرکو موبایلونو د معرفي کېدو کره نېټه نه ده ښوولې خو داسې ښکاري چې دغه ځیرک موبایلونه د MWC 2018 نړیوالې غونډې کې چې د هسپانيي په بارسلونا کې  شي معرفي کړي.

د MWC 2018 هم د ټکنالوژي اړوندو توکو او تولیداتو نړیوال نندارتون دی چې هر کال د هسپانيي په بارسلونا ښار کې جوړیږي او ځانگړی تمرکز يي په ځیرکو موبایلونو وي.

دغه غونډه به د فبروري په ۲۶مه پیل شي چې له همدې امله گومان کېږي د سامسنگ د گلکسي اېس لړۍ راتلونکي ځیرک موبایلونه به هم په همدې ورځ معرفي شي.

سامسنگ تېر کال گلکسي اېس۸ او اېس۸ پلس هم بارسلونا کې MWC غونډې پر مهال معرفي او یو میاشت وروسته يي نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي ول.

دغو ځیرکو موبایلونو افشا شوي معلومات ښيي چې که څه هم د ډیزاین په برخه کې گلکسي اېس۸ او اېس۸ پلس ته ډېره ورته‌والی لري خو د ځانگړنو په برخه کې به پیاوړي ځیرک موبایلونه وي.

تر دې دمه د دغو ځیرکو موبایلونو بیه نه ده په ډاگه شوې خو د ټکنالوژي برخې چارپوهانو په باور گلکسي اېس۹ پلس به له ۹۰۰ امریکايي ډالرو څخه لوړه بیه ولري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .