سبا د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ ټيسټ لوبه کېږي

۲۳ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۱ ق.ظ -

ټاکل شوې سبا د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټيسټ لوبه د هند په دهرادون کې پيل شي.

افغانستان تېر کال د ټيسټ لوبو امتياز ترلاسه کړی دی.

تر هغه وروسته یې تېر کال د جون په میاشت کې له هند سره د پنځو ورځو لومړۍ سیالي وکړه چې دا لوبه یې بایلوده، سبانۍ لوبه د افغانستان دوهمه ټېسټ لوبه ده چې ترسره کوي یې.

له ایرلنډ سره د روانو لوبو په ترڅ کې افغانستان د شل اورونو درې لوبې وکړې چې درې سره یې وګټلې او یو ورځنۍ لوبې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه د دوو په وړاندې مساوي شوې.

۹۴ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of