ستاسو په فکر، سياسي احزاب دولت ته ستونزي جوړوي او که د نظام سره د ستونزو په هواري کي مرسته کوي؟

۱۸ سرطان , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۷ ق.ظ -
احمد فرزان _ د سياسي چارو کارپوه گوندونه د يوه ولسواک نظام ستني بلل کېږي. همدغه گوندونه وي چي د اپوزيسيون په بڼه راښکاره کېږي او په نظام کي سمونو ته لاري هواروي. کله چي په يو هیواد کي ريښتونى ولسواک نظام نه وي، د ريښتوني موافقې یا مخالفي سياسي ټلوالي رامنځ ته کېدل هم ناشوني دي. د تېري یوې نیمي لسیزي تجربه بیانوي، چي په هيواد کي سياسي ټلوالي د اوږده مهال لپاره نه، بلکي د لنډ وخت لپاره جوړېږي او بيرته ورانېږي.
احمد فرزان _ د سياسي چارو کارپوه

احمد فرزان _ د سياسي چارو کارپوه

په دې خاطر چي دا احزاب د گوندونو د تگلارو د غوښتنو پر بنسټ نه جوړېږي او يوازي د يو شمېر کسانو د واک خوښوني پر بنسټ راټولېږي. واک خوښوونکي سیاسیون ملي سیاست نه کوي، بلکي قومي سیاستونه مخته بیایي، چي په لوی لاس ولسونه د ملت جوړوني پر ځای د قوم گيرايي خواته کشول کېږي او د زورواکو تر یوغ لاندي ژوند کوي. دولت د قانون حاکميت پر ټول ولس يو شان نه شي عملي کولای، يو شمېر سياسي گوندونه خپل ځان ته د امتياز په خاطر د يوه گوند په جوړولو لاس پوري کوي، ټول گوندونه که اسلامي نوم ورته غوره شوی يا ملي ديموکرات، که د دوی تگلاري ولټول شي، نو ټول مشابه تگلاري لري، د دې پر ځای چي د دې گوندونو لارښوونکي يو له بل سره په گډه د يوه ځواکمن گوند پر مېکانيزم کار وکړي موجودي ستونزي رابسيره اود حل لاری چاری په گوته کړي، يو او بل ته تېر پر هير حساب کړي، د ملي گټو د خوندي کولو په خاطر د ډېرو سياسي گوندو پر ځای څو ځواکمن گوندونه جوړ کړي، په گوند کي د ټاکلو ميتود رايج کړي، گوند داسي تگلاره چي د ولس ټولي ستونزي پکي راسپړل شوي وي او دا تگلاري د ټولو منل شوو اصولو پر بنا د ولسونو د تاييد وړ وي، دا ډول گوندونه په ټولنه کي پياوړي کېږي او ډېر ژر د خلکو د تاييد وړ گرځي. يو شمېر سياسي گوندونه د تېري بدي سابقې له امله دولس ملتيا نه لري. روزي محمد زابلى _لیکوال او ژورنالیست په یوه ولسواکه ټولنه کي سیاسي ګوندونه د ټولني د خلکو د ارادو د مظهر تر ټولو ښه چوکاټونه دي، د ګوندونو وجودي منطق په اصل کي ولسي تشکیل دی، ولسونه د ګډ هدف، ارمان او غوښتنو ته د رسېدلو په موخه د یوې مشخصي ایډیالوژۍ په صورت کي سیاسي فعالیتونه ترسره کوي. ځیني وخت دوی دغو اهدافو ته د رسېدلو لپاره سیاسي واک ترلاسه کوي او مستقیم حکومتي دستګاه په لاس کي اخلي یا ځیني وختونه په پوزیش کي نه وي، بلکي په اپوزیشن کي کرار لري د اپوزیشن په حالت کي گوندونه د حاکم نظام په وړاندي سالم او چوکاټي مبارزه او نقدونه کوي او په مقابل کي دوی حکومت ته خپلي پالېسۍ او بدیلونه وړاندي کوي،
روزي محمد زابلى _لیکوال او ژورنالیست

روزي محمد زابلى _لیکوال او ژورنالیست

خو دا ټول د هیوادونو د موجود نافذه قوانینو، د ملي گټو، منل سویو ارزښتونو او منافعو د درناوي په رڼا کي ترسره کېږي، چي په داسي حالت کي ټولنه د سیاسي ثبات له اړخه استحکام لري او د هر اړخیزو انارشیو مخه نیول سوې وي. له بده مرغه په افغانستان کي سیاسي ګوندونه د دې ټولو برخلاف چلند کوي، افغاني اکثریت ګوندونه پراخ ولسي تشکیل نه لري او د سوله ییزو لارو پر ځای په زور او زر واک ترلاسه کوي، دغه ګوندونه د نوم او اساسنامې له مخي د ګوندونو پېښې کوي اما په عملي ډول داسي جنگي ډلي دي چي کلونه کېږي چي پر افغان انسان یې د ښادۍ ورځ درولې ده، دوی د قدرت شنو باغونو ته د رسېدولو لپاره له ډېره وخته بهرنۍ استخباراتي انډیوالۍ لري او د هغوی مداخلو ته یې دلته پرېمانه زمینه مساعده کړې ده. موږ له بده مرغه دا مهال په یوې داسي نو پایه ولسواکۍ کي کرار لرو چي د قانون حاکمیت پکي ډېر کمزوری دی، نو ځکه اوس هم ځیني د ګوندونو په نوم جګړیزي ډلي د قانون د حاکمیت، ملي گټو، ارزښتونو او ملي سیاستونو په وړاندي جدي خنډ دي، د ګوندونو او مدني حرکتونو په نوم داسي کړني کوي چي د افغانستان لوی اکثریت نفوس ته یې زیان رسېږي او د دوی دغه حرکات د سیمي او آن، د نړۍ شریرو استخباراتو د لاسوهنو زمينه مساعدولای سي، موږ اوس تر ولسواکۍ مخ کي یوې داسي قانون واکۍ ته اړتیا لرو چي دغه ډول ګوندونه او د قدرت هستي مهار کړي او هیڅ حرکت، هیڅ بنسټ او شیطانت دې ته پرېنږدي چي د افغانستان د ملي منافعو خلاف د حرکت جرئت وکړي. ملي او انسان باوره ګوندونه چي تر هر څه یې لومړی گټه افغانستان او افغان انسان ته رسېږي او پر افغانیزم باور ولري تقویه او د افغان ژغورني په لاره کي کار ترې واخیستل سي، دغسي ګوندونه د ملي نجات یوازینۍ سیاسي لاره ده او دا د پرمختللي نړۍ تجربه هم ده. عبدالبصير سيرت _ د ځوان غبرګون مدني ټولني مشر دا یوه حیاتي او اړینه پوښتنه ده، باید وضاحت ورکړو، روښانه یې کړو چي ایا څومره سیاسي حزبونه د دولت او وطن د ملي ګټو او د نظام د حمایت او ساتني لپاره کار کوي؟ هغه حزبونه چي ملي ګټو ته ژمن دي هغوی باید وپېژندل شی، حمایت یې وشي، کوم سیاسي حزبونه چي د هیواد د ملي ګټو پروا نه ساتي او خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو په وجه له هر ډول وسیلې څخه کار اخلي باید ورټل شي. لکه اوس چي بعضي سیاسي حزبونو د مدني خوځښت تر نامه لاندي په پلازمېنه کابل کي انډوخره جوړه کړې ده، دا او دې ته ورته حزبونه باید منحل شی، تر څو نورو ته پند شي. که په ټوله کي دا پوښتنه داسي مطرح شی، چي ګوا کي ټول سیاسي احزاب دولت ته ستونزي او مشکلات جوړوي، زما په فکر به دا مناسبه نه وي، ځیني سیاسي احزاب د دولت، د ملي ګټو، پیاوړي اقتصاد، بهرني سیاست سره خپله همکاري او کومک کړی دى. دا د خپل هیواد، د حزب د مسودې د تګلاري اساسي ګام بولي، باید دې اصل ته ټول سیاسي احزاب په عمل کي ژمن او متعهد واوسي.
عبدالبصير سيرت _ د ځوان غبرګون مدني ټولني مشر

عبدالبصير سيرت _ د ځوان غبرګون مدني ټولني مشر

که چېري سیاسي حزبونه د وطن او ملت ملي ګټي له پامه وغورځوي، د هغوی ټول حرکتونه او فعالیتونه تر سوال لاندي راځي او ورو ورو د ملت د کرکي او نفرت سبب ګرځي. په اوسنیو حساسو شرایطو کي د هيڅ سیاسي حزب او ډلي لپاره مناسبه نه ده چي خپلو موخو ته د رسېدا لپاره په غیرمشروع غوښتنو او تظاهراتو لاس پوري کړي او په دې منځ کي چي هر څه پېښ شي پړه یې د هم هغه حزب په غاړه ده او ملت ته به جواب وایي. که د پوښتني ځواب راونغاړو، نو دا څه به یې جواب وي: که سیاسي حزبونه تر خپلو شخصي ګټو وټو تېر شی، دولت او نظام ته درستي مشورې ورکړي، ننګه یې وکړي، ښه راتلونکی به مو وطن او نظام ولري او که سیاسي حزبونو شخصي ګټو ته تر ملي ګټو ترجېح ورکړه، بیانه سیاسي حزب دى او نه دي خلک د هغو بدرنګه ږغ ورسره بدرګه کوي. محمدعمر عمري _ د زابل د ولايتي شورا منشي تر ډېره ځایه اوس سیاسي احزاب یوازي او یوازي د خلگو له احساساتو څخه ناوړه او د خپلو شخصي گټو لپاره کار اخلي. څرنگه چي تاسو ته معلومه ده چي دولت په خپل منځ کي یو د بل سره همږغي نه لري آو له بلي خوا د وطن حالات ډېر نازک دي او دولت له چلینجونو سره مخامخ دی، نو په داسي اساس وخت کي سیاسي گوندونه نه باید داسي یو عمل ترسره کړي، تر څو د خلگو د ستونزو باعث وگرځي، دوی ته پکار ده، تر څو د نظام سره په داسي اساس وخت کي مرسته او کومک وکړي، تر څو د افغانستان دښمنان د دې چانس پیدا نه کړي چي بې گناه خلگ په دې مبارکه میاشت کي شهیدان کړي …
محمدعمر عمري _ د زابل د ولايتي شورا منشي

محمدعمر عمري _ د زابل د ولايتي شورا منشي

که چېري دوی خپله سیاسي پوهه په کار وا نه چوي دښمن د ټولو مشترک دی، نو تر هر چاه دوی ډېر تلفات ور کوي … که چېري دوی له دولت سره کومه ستونزه ولري کولای شي چي د خبرو له لاري ورته د حل لاره پیدا کړي، کوم حرکات چي دوى یې ترسره کوي، دا په اصل کي د دښمن تبر ته لاستی اچول دی. که چېري داسي عملو ته دا وام ورکړي خلگ به له دوی سره فاصله پیدا کړي او د خلگو د نفرت سبب به وگرځی. د افغان په قرباني هر افغان خفه کېژي، خو د مخ نیوي لاره یې د لارو بندول نه، بلکي په یوه آواز او کلک هوډ له نظام سره ملگرتیاه ده. بشير احمد فيضان ليکوال او ژورناليست سیاسي احزاب په نوره نړۍ کي د قدرت دلاسته راوړلو لپاره سالمه مبارزه کوي، خو په افغانستان کي دا خبره برعکس ده، متاسفانه چي په افغانسان کي هر حزب د خپلي ګټي د نه لاسته راوړولو په صورت کي د نظام تخریب کړی. په داسي حال کي چي دا کار د عامو خلکو او ملک په زیات تمامېږي، زموږ عامه شتمنۍ زیانمېږی او په هیواد کي مو بې ثباتي راولي.
بشير احمد فيضان ليکوال او ژورناليست

بشير احمد فيضان ليکوال او ژورناليست

تاسو وینی چي په هیواد کي شل ډلي د دولت په تخریب لګیا دي، د دولت مخالفه ډله طالبان، د دولت مخالفه ډله داعش په کور دننه د دوست په جامه کي تخریب کاران، سیاسي حزبونه مافیا، د واک پر سر لانجې دا ټول هغه موارد دي چي د نظام او ملک لپاره په تاوان دي. نو زه په دې عقیده یم چي په افغانستان کي سیاسي احزابو یوازي تاوانونه جوړ کړي، ګته یې هیڅ نسته هیله لرم چي افغانستان د یو داسي نظام څښتن سي چي فقط او فقط یوازي یو نظام وي او هیڅ یو داسي حزب وجود ونه لري چي د دولت او نظام تخریب وکړي. دا ټولنه او هیواد سولي ته اړتیا لري او دا سوله په یوه تړلې دایره کي چي ټول وګړي یې په نظر وي را تلای سي. حاجى محمدجمال _ مدني فعال ستاسو د سوال په جواب کي بايد ووايم چي په افغانستان کي د 1357 کال را په دې خوا چي کومي ناامنۍ او بې ثباتۍ شروع سوي دي او يا کوم تخريبات افغانستا ته رسېدلي دي د همدغه سياسي احزابو پايله بولم او حساب يې هم بايد له دوى سره وسي. په نوره نړۍ کي ګوندونه د ملک په سمون او رغون او د ښه نظام په لرولو کي د خپل نظام سره فعاليت پر مخ وړي او په افغانستان کي بيا دا څه بېل ډول لري.
حاجى محمدجمال _ مدني فعال

حاجى محمدجمال _ مدني فعال

اوسني حزبونه د افغانستان د نظام سره د کومک او همکاري پر ځاى ورته سر درد جوړوي، هغه په دې معنى چي کوم ګوند يا حزب سره اړيکه ونه لرى د دولت په لوړ موقف کي کار نه سي کولاى او تمع به لا نه لرم، د هر حزب مشملين د خپل حزب د غله او فاسد دفاع کوي ايا په افغانستان کي صرف دا يو څو کسان دي چي د لوړو چوکيو وړتيا لري، خو زموږ نظام يې تر خپلي سلطې لاندي راوستى دى او نور بې حزبه لايق اشخاص نه سي کولاى چي مقرر سي، بلکي په افغانستان کي چي کوم حزبونه سته ټول چوکۍ طلبه او واک غوښتونکي دي او ټول خرڅ سوي احزاب دي، موږ په نظام کي هيڅ ډول استفاده نه سو ورڅخه کولاى، نه يې د طالب او داعش په ورکولو او نه يې هم د فساد په مخنيوي کي نظام ته مفاد رسېدلى، بلکي خاص د شخصي او سمتي فعاليتونو ته لګيا دي. زما په فکر، د دغو احزابو پر ځاى افغان ولس په ځانګړې توګه ځوانان بايد په هيواد کي اوسنى ناورين او تاوتريخوالي مخنيوي ته مټي راونغاړي او پرېنږدي چي نور مو ځوانان د پرديو هيوادونو د استخباراتي کړيو قرباني سي. د هر ډول تعصب څخه لېري والى او يووالى په کار دى، په يوه آواز او اتحاد د هيواد ژغورنه او د خونړيو پېښو او ناامنيو د مخنيوي لپاره په صداقت کار وکړو. ماته اوس داسي فکر پيدا سوى دى چي د افغانستان اوسني سياسي احزاب او سياسي مشران د پرديو خبري د خپلي خولې څخه نشروي او خپلي ګټي پکښي لټوي. فقط يووالى مو د بري لار ده او بس.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .