ستیف کول:مسعود د لندن بانک کې ۶۰ میلونه ډالره لرل

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۰۶ ب.ظ -

امریکایي لیکوال ستیف کول پخپل یوه تازه اثر کې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود په اړه لیکلي،چې له مرګ مخکې یې یوازې د لندن په بانکونو کې ۶۰ میلیونه ډالره لرل .

د هغه په وینا مسعود له امریکا او برتانیې سربېره له ایران،هند، او روسیې څخه هم د جګړې لپاره پیسې ترلاسه کولې .

د ستیف کول په دغه اثر کې چې په انګلیسي ژبه لیکل شوی، د افغانستان په اړه ډېر نور رازونه هم برسیره شوي .

د پښتو ژبې ژباړن لطف الله لطف پرخپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د دغه اثر پښتو ژباړه یې پیل کړې او زر به یې چاپ کړي .

لیکوال او شنونکي عبدالغفور لېوال بیا پرخپلې فیسبوک پاڼې د دا ډول اثارو منفي ټکي بیان کړي او ویلي، چې بهرني استخبارات له داسې اثارو سره غواړي ځوان نسل له خپلو لوبو او قوت څخه ووېروي .

mm

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .