سره صلیب:۲۰۱۷ په افغانستان کې موږ ته ډېر ستونزمن کال و

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۲۳ ب.ظ -
 

په  افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC)  مشره مېرمن مونیکا زنرلي. چې دلته یې دنده پای ته رسیدلې، ۲۰۱۷ په افغانستان کې دغې ادارې ته ترټولو ستونزمن کال ګڼلی .

نوموړې د بهرنیو چارو وزارت له اداري مرستیال نصیر اندیشه سره د لیدنې پرمهال دا خبره کړې .

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې اندیشه په  افغانستان کې ستونځمنو امنیتي شرایطو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې کار او فعالیتونو څخه د مننې څرګندولو په ترڅ کې،  یادې کمېټې دفترونو او کارمنو پر ضد وروستیو  پېښو څخه یادونه وکړه، هیله ېې څرګنده کړه چې  دغه ډول  پېښې د خیر ښېګڼې بنسټونو بشردوستانه او بي پرې فعالیتونو باندې منفي اغیزې ونلري.

 زنرلي د کندز، جوزجان او مزارشریف  امنیتي ناوړه خواشېنوونکو پېښو څخه د یادونې په ترڅ کې ، ۲۰۱۷ کال ېې افغانستان کې سره صلیب بین المللي کمېټې کارمنو لپاره یو سخت او ستونځمن کال وباله ، څرګنده ېې کړه په جوزجان او مزارشریف کې د دغه بنسټ د کارمنو وژل او اختطاف لامل شو چې په دغو ولایتونو کې ځينې فعالیتونه ودریږي.

 مېرمن زنرلې زیاته کړه چې مامورین ېې افغانستان کې پای ته رسېدلئ او پام کې ده چې ښاغلۍ پاسکال هنټ  افغانستان کې د سره صلیب د بین المللي کمېټې د چارو مسولیت په غاړه واخلي.

ډاکټر اندیشه،  ښاغلي پاسکال  له پېژندګلوۍ څخه د خوشالۍ څرګندولو په ترڅ چې افغانستان کې د کار مخکېنۍ تجربې لري ،  هغوی ته ډاډ ورکړ چې افغانستان حکومت او په تېره بیا بهرنیو چارو وزارت  به دغه بنسټ ته امنیت، خوندیتوب او تخنیکي همکاریو په برخو کې د لازمو اسانتیا  په برابرولو کې، همکاري وکړي.

an

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .