سريزه

۳۰ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۲۰ ب.ظ -

دباندينيو او کورنيوژبپوهانو دپلټنو او څيړنو په ترڅ کې دا جوته شوې چې پښتون دآريايي قوم يوه څانګه ده اودا هغه آريايي پښت دی چې څلور زره کاله پخوا په بلخ،بخدي او آمو سيند په غاړو او شاوخوا کې اوسيدل،پښتو د همدې خلکو ژبه وه .

ځينو پښتو له سامي ژبو څخه يوه ژبه بللې ده. په دې اړوند يوه بانديني پروفيسور د روسيې د اکاډمۍ غړی چې  (کلاپورت) نوميږي داسې ويلي دي : (( چې ځينو خلکو پښتو سامي بللې ده. خو زما په اند پښتو يوه خالصه هندو آرين ژبه ده. ځکه چې دغه ژبه  نه دالفاظو، لغاتو او نه د ګرامر له مخې سامي ژبو سره کومه اړيکه لري . ))

دکلاپورت نظردپښتو ژبې په اړوند نورو ډېرو بهرنيو پوهانو هم تاييد کړی دی، او داخلي پوهان هم دا نظر تاييدوي .

ځکه چې پښتو ژبه،دالفاظو،ترکيبونو او ګرامر له مخې د عبراني او سامي ژبو سره هيڅ اړيکه او ورته والی نه لري. نوپښتو يوه لرغونې او تاريخي ژبه ده،چې دنسبتي (و) په يوځای کېدو سره د ويدي عصر مشهورې قبيلې (پښت = پکهت) ته منسوبيږي .

دپکهت قبيله د آريايي لسو قبيلو له ډلې څخه ده،چې د ريګويدا په کتاب کې يې څو ځايه نوم ياد شوی دی .

د ((پښت)) قبيله د وخت په تېرېدو سره د (ون) د روستاړي په يوځای کېدو سره د ((پښتون)) په بڼه اوښتې ده.

په هر صورت دغه ملت د لرغونې اريانا په خاوره کې دپامير، هندوکش، سپين غر، کسي غر په لمنو او دآمو،هلمند،آباسيند او  نورو سيندونو په غاړو کې  روښانه  او وياړلی تاريخ لري .

پښتو او دري دواړه خويندې ژبې د هېواد په ښوونځيو، د ښوونکو دروزنې په عالي مؤسسو او دپوهنتون په ځينو پوهنځيو کې تدريس کيږي .

پښتو ژبه د ښوونې  او روزنې پوهنتون ،په ځينو پوهنځيو کې

[ اختصاصي تعليمات،مسلکي تعليمات،ژبو او ادبياتو پوهنځی (دري، روسي، عربي او انګليسي)] څانګوکې تدريس کيږي. د پوهنځيو د درسي پلانونو مطابق ددې ژبې تدريس ته دوه کريدته يا دوه درسي ساعتونه په يوه سمستر کې او په ځينو کې په دوه سمسترونو کې تدريس کيږي.

پښتو ژبې ښوونکي کله چې پښتو د دوهمې ژبې په حيث تدريس کوي دوی بايد دژبې د زده کړې او تدريس څلورګوني مهارتونه (اوريدل،خبرې کول،لوستل او ليکل) په پام کې ولري .

دژبې ښوونکي دې ددوهمې ژبې د تدريس په صورت کې کوښښ وکړي ،چې کوم دستوري او ګرامري  توپيرونه چې د زده کوونکي د مورنۍ ژبې او د دوهمې ژبې ترمنځ  موجود وي زده کوونکو ته ور په ګوته  کړي. څو په راتلونکې کې  زده کوونکي په دې اړوند د تېروتنې څخه ځان وژغوري .

مثلاً دپښتو ژبې ښوونکي کله،چې پښتو د دوهمې ژبې په حيث په دري ژبو سيموکې ښوونځيويا دلوړو زده کړو په مؤسسوکې تدريس کوي،نو لازمه ده،چې په لومړي قدم کې په هغو توپيرونو باندې رڼا واچوي،کوم چې د دري ژبې او پښتو ژبې په ګرامري جوړښتونو کې موجود دي .

دمثال په ډول د مضاف او مضاف اليه په برخه کې،چې په پښتو ژبه کې لومړی مضاف اليه او بيا مضاف راځي.؛ لکه : ((دکابل مڼې)) چې يو اضافي ترکيب دی. (د) د اضافت ادات، (کابل) مضاف اليه او (مڼې) مضاف دی .همدغه ترکيب په دري ژبه کې برعکس راځي.خو که مضاف اليه د (مې، دې،يې) ضماير واقع شي،بيا د دري په شان لومړی مضاف او بيا مضاف اليه واقع کيږي .؛ لکه : (کتاب کې) او نور .

دصفت  او موصوف په برخه کې چې په پښتو ژبه کې صفت تر خپل موصوف د مخه راځي او د موصوف سره مطابقت ښيي، حال دا چې په دري ژبه کې بيا دا فرق کوي .

په همدې ډول د مذکر او مؤنث په برخه کې چې  په پښتو ژبه کې دنارينه نوم او ښځينه نوم  لپاره ځانګړې نښې او علامې موجودې دي. چې بيا دا نښې او علامې د دري  ژبې په ګرامر کې نه تر سترګو کيږي

 8

او په همدې ډول نور توپيرونه ….

ترتيب شوی  درسي پروګرام لاندې برخې لري :

داچې زده کوونکي او زده کړيالان دپښتو ژبې په ګرامري اساساتو او قواعدو،پوهېدلي او زده کړه ترلاسه کړې وي،نو په لومړۍ برخه کې

دپښتو ژبې په درې جوړښتي نظامونو(فونولوژي،موفولوژي،سنتکس) باندې په فشرده ډول معلومات راوړل شوي دي .

دوهمه برخه کې په ادبياتو،نظم او نثر او دپښتو ادب تاريخ په دورو باندې د ضرورت وړ مطالب څرګند شوي دي .

په دريمه برخه کې داچې زده کړيال د تحصيل په لړ او فراغت مهال کې خپلې ليکنې او د نورو ليکنې په درست ډول ليکلې او تعقيب کړې وي، ځينې املايي او انشايي لارښوونې اود ليک نښې نښانې راوړل شوي دي .

په پای کې هغه اخځليکونه راوړل شوي،کوم چې ددې درسي کتاب په  ترتيب کې ترې ګټه  اخيستل شوې . ښايي د مطالبو په ترتيب او تنظيم کې نيمګړتياوې تر سترګو شي د درنو لوستونکو او پوهانو څخه يې دلا تکميل په اړوند سترګې په لار يو .

په درنښت

پوهنمل محمدآقا (شېرزاد)

دښوونې او روزنې پوهنتون دپښتوڅانګې استاد

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .