سرچینه: سپېدارماڼۍ له ارګ سره جمعیت ته د خبرو کولو اجازه نه ورکوي

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۰۹ ب.ظ -

د اجرایوي ریاست یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې تر اوسه د ارګ او جمعیت تر منځ هېڅ خبرې نه‌دي شوي او اجرایوي ریاست جمعیت ته اجازه نه‌ورکوي چې دې ریاست سره له خبرو مخکې له ارګ سره خبرې وکړي.

دې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د جمعیت ګوند هغه استازي چې له ارګ سره خبرې کوي؛ داسې طرحه تدوینوي چې اجرایوي ریاست له موضوع لېرې او بدنام کړي.

د سرچینې په خبره، د جمعیت ګوند استازیو سپېدار ماڼۍ هدف ټاکلی ده.

په ورته وخت کې د ارګ یوې سرچینې د نوم له خپرولو په ډډه کولو سره سلام وطندار ته وویل چې تر اوسه د جمعیت ګوند او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ هېڅ‌ډول خبرې نه‌دي شوي.

هاخوا بیا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندویان په‌دې اړه په رسمي ډول څه نه وايي؛ خو د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر وړمه ورځ په‌خپل ټویټر لیکلي وو چې تر اوسه د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ هېڅ‌ډول خبرې نه‌دي شوي.

د جمعیت ګوند له غړیو او مطبوعاتي مسوولانو سره له پرله‌پسې اړیکو نیولو بیا هم په‌دې ونه توانېدلو چې د موضوع په اړه د دوی نظر واخلو.

په‌دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعیت ګوند ترمنځ د بلخ د پخواني والي او د دې ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور د ګوښه کولو پر سره خرابې شوې‌دي.

د بلخ ګوښه شوي والي عطامحمد نور په ځلونو په‌خپلو ویناوو کې د ارګ او د جمعیت ګوند ترمنځ د خبرو اترو په اړه څرګندونې کړې‌دي. په‌دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعیت ګوند ترمنځ خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

داکتر-عبدالله-1 (1

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .