سرکوزي:دیموکراسي رهبري نابودوي

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۳۲ ق.ظ -

د فرانسې پخواني ولسمشر نیوکولا سرکوزي د دیموکراسۍ موجودیت د رهبرۍ د نابودولو یو لوی لامل ګڼلی .

نوموړي په متحده عربي اماراتو کې یوه نړیوال کنفرانس ته تېره اونۍ دا څرګندونې کړي چې اوس رسنیزې شوي او ناندرۍ یې پارولي .

هغه په دې څرګندونو کې د چین او روسیې ولسمشران د نړۍ د اوسنیو لویو رهبرانو په توګه یاد کړي او هم یې د عربي هېوادونو پر رهبرۍ نیوکه کړې ده .

سرکوزي ویلي، چې د دیموکراسۍ له مخې باید هر څلور پینځه کاله وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې وشي، چې دا د اوږدمهاله رهبرانو پلانونه له ننګونو سره مخ کوي او رهبري نابودوي .

د هغه څرګندونو په فرانسوي رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي .

de

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .