سرکوزي:قذافي نه زما پیسې اخیسستل احمقانه توردی

۲ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۲۹ ب.ظ -

د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولای سرکوزي هغه تورونه احمقانه ګڼلي، چې دی پکې په ۲۰۰۷ کې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره له وژل شوي لیبایي مشر معمرالقذافي څخه په پیسو اخیستو تورن شوی .

سرکوزي په دې اړه د محکمې له احضاریې څخه تر ستنیدو وروسته دا تورونه په کلکه رد کړي .

د ده په وینا که یې قذافي نه پیسې اخیستې وای، بیا به یې د رژیم د پرځولو لپاره پر لیبیا د برید اجازه له ملګرو ملتونو څخه نه اخیسته .

د ده په خبره که ده دا اجازه نه وای اخیستې، قذافي به تراوسه پورې واکمن او ژوندی و .

سرکوزي مخکې هم په دې تور تورن شوی و، خو محکمې ترهغې وروسته پوښتنو ته وغوښت، چې د قذافي زوی سیف الاسلام هم دا تور ور پورې کړ .

SAR

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .