سعودي عربستان د روژه ماتي د رسولو يو انټرنټي اپلېکېشن فعاله کړی

۱۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۲ ق.ظ -

د ريپوټونو له مخې سعودي عربستان يو انټرنېټي اپلېکشن فعاله کړی چې له مخې يې هره ورځ اړو خلکو ته روژه ماتی رسوي.

ياد اپلېکشن چې ټليفونونو کې نصبيږي، کاروونکي يې کولی شي د ترکي، اردن او لبنان رسټورانونو ته د ډوډۍ فرمايش ورکړي څو د سوريي کډوالو ته روژه ماتی ور وړي.

په دې ترتیب د دې ډوډۍ مرسته کوونکي او د رسټورانټ کارکوونکي د اپلېکېشن له لارې اړیکه نیسي.

img_0886

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هره ورځ سلګونه کسان له سعودي عربستان څخه د ټيلیفون له لارې د سوریې پناه غوښتونکو ته د ډوډۍ فرمایش ورکوي او د مرسته کوونکو شمېر هم ورځ په ورځ ډېرېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .