سعودي په لبنان کې د جګړې اعلان ته پلمه لټوي

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۵۴ ب.ظ -

په لبنان کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په خپله تازه وینا کې پر ریاض تور پورې کړ چې د لبنان لومړی وزیر سعد الحریري یې نیولی او استعفا ته یې اړ کړی دی. حسن نصرالله وايي؛ سعودي په لبنان کې جګړه غواړي او دا یې ستر پیغام دی.
 
 (په لنډه توګه، دا څرګنده ده چې سعودي حکومت او د سعودي چارواکي په لبنان او په لبنان کې د حزب الله ډلې سره جګړه غواړي، خو زه باید و وایم چې د پر لبنان د جګړې اعلان دی.)
د لبنان حکومت هم پر سعودی غږ کړی چې سعد الحریري بیرته هغوی ته وسپاري. حکومت له خپل ولس سره هم ژمنه کړې چې په لبنان کې به وضعیت بیرته عادي حالت ته ستون شي. اخوا پر سعودي د وروستیو بریدونو په تړاو امریکا هم خپل غږ پورته کړی او ویلي یې دي چې د دغو توغندیو تر شا د ایران لاس دی. (تر هرڅه لومړی باید زه و وایم، هغه څه چې موږ وینو داسې دي چې دغه بالیستیکي توغندي د ایران له لوري شوي دي. موږ په دې تړاو یو څه شواهد او انځورونه هم لرو. که داسې نه وي نو دا توغندي او اړتیاوې څوک استوي.) اوس مهال په منځني ختیځ کې د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو اړیکې له یو شمیر عربي هیوادونو سره خړې پړې شوې دي چې په دغه کتار کې قطر، یمن او لبنان شامل دي. حسن نصر الله

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .