سفير: د سولې په تړاو د مسکو غونډه د امريکا د ګټو خلاف نه ده

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۳۲ ب.ظ -

کابل کې د روسيې سفير الکساندر مانتيسکې ويلي، مسکو کې چې د افغان سولې په تړاو کومه غونډه جوړه شوه د امريکې د ګټو خلاف نه وه.

نوموړي ويلي دي، ياده غونډه له يوې خوا د افغان سولې لپاره ښه اغېز لري او بل پلو د امريکا ګټې هم خوندي کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن ورځ په همدې موخه اروپایي هیوادونو ته خپل مهم سفر پیل کړی دی.

۹۴ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed