سلاکار وزير او سولې شورا دارلانشاه مشر له خپلې دندې استعفا وکړه

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۳۷ ب.ظ -

په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک له دندې استفعا کړې ده.

نوموړي په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې یې له خپلې دندې استعفا کړې ده، خو وايي چې له حکومت سره به خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي او د ولسمشر د برنامو ملاتړی دی.

 په دې وروستیو کې د ولسمشر ډېرو نږدې کسانو له خپلو دندو استفعا کړې ده.

akram-khpalwak

نه یوازې د ولسمشر ملګرو بلکې د ملي یووالي په حکومت کې ډېرو مهمو څېرو او چارواکو له خپلو دندو استفعا کړې ده، چې د ډېری دې نوماندانو موخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ځان نوماندول دي.

خو دا چې د اکرم خپلواک موخه به له دې استفعا څه وي په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .