سلمان‌ مېز مات کړ، خو ايشوريا يې نه مني

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۷ ق.ظ -
د بالیووډ نوميالي خان په یوه تازه وېډیو کې له ایشواریا رای سره د تاوتریخوالي په اړه وضاحت ورکړی دی. که څه هم د دواړو په اړه ډېری خبرونه د مینې او محبت کېسې دي، خو دا ځل سلمان‌خان هڅه کړې ځان سپين چرګ وښيي. په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ایشواریا پر سلمان خان تور پورې کړ چې ګواکې پر وړاندې يې تاوتريخوالی کړی دی. اوس سلمان‌خان وايي، که چېرې یې له ایشواریا رای سره تاوتریخوالی کړی وای، اوس به مړه وای. سلمان خان په دې وېډیو کې مېز په سوک وهي او مېز ماتېږي، هغه د خپلې خبرې د روښانه کولو لپاره وايي، یو سوک یې دومره زور لري چې مېز ماتوي، نو بیا ایشواریا ولې د ده له سوکه روغه وتلې. خو سلمان خان بیا د دې وېډیو په اړه ویلي، دا ډېره پخوانۍ ده او هغه مهال چې ده رسنیو ته د دې تور په اړه وضاحت ورکاوه، ریکارډ شوې> 43604371_753636181635560_238263126062006272_n-640x330

(2)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .