سلمان خان لا هم د هوسۍ په غم اخته دی

۱۸ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۹ ق.ظ -

د بالیووډ د ستوریو په کتار کې سلمان خان یو له هغو دی چې ډېر کله د پولیسو حوزو ته ورځي.

د هغه یوه قضیه د ښکار په اړه وه چې چېرې یې یوه هوسۍ وېشتې وه.

اوس هغه قضیه بیا را تازه شوې او پولیسو هم تر دې چې محکمه د هغه د ضمانت اخیستو په اړه پرېکړه کوي، پر سلمان خان یوه شپه په زندان کې تېره کړې ده.

تر دې وړاندې د سلمان خان په اړه محکمې پرېکړه کړې وه چې پنځه کاله به بندي وي او همدا ډول به لس زره هندۍ روپۍ جریمه هم ورکوي، خو سلمان خان د ضمانت په زور د خوشې کېدو چانس لري.

سلمان خان ۸ بجې سهار د پولیسو حوزې ته ورغی او ټوله شپه یې تر سهاره همالته تېره کړه، مګر تر اوسه یې تضمین نه دی قبول شوی او محکمه به پرېکړه کوي چې ایا سلمان خان ازاد وګرځي او که نه

1

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .