سلمان خان کټرینا کیف ته د جاکلین دوه برابره پیسې ورکوي

۲۰ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۵۲ ق.ظ -
د هندي سینما د ښځینه فلمي ستورو تر مینځ د پیسو په سر سیالي کومه نوې خبره نه ده، خو جالبه داده، چې ډیر کله په یوه فلم کې بېلابېلو ښځينو اداکارانو ته متفاوتې پیسې ورکول کیږي. یوې تازه سرچینې ویلي، چې د سلمان خان سره په فلمونو کې کټرینا کیف ته تر جاکلین او سوناکشي ډیرې پیسې ورکول کیږي. د سرچینې په حواله د سلمان خان په راتلونکي فلم (دبنګ ۳) کې سلمان خان کټرینا کیف ته ۱۲ کروړه هندي روپۍ ورکوي، په داسې حال کې چې جاکلین او سوناکشي ته بیا له ۶ تر ۸ کروړه هندي روپۍ ورکوي. بل پلو، د جاکلین او سلمان خان انډیوالي ورځ تر بلې خوږیږي، او ویره ده، چې سلمان خان د کټرینا کیف ځای جاکلین ته پریږدي. کټرینا کیف او سلمان خان تازه په ټایګر زنده هی فلم کې ولوبیده، چې ښه بازار يې درلوده. جاکلین او سلمان خان بیا د ریس۳ فلم جوړ کړی، چې راروان اختر به خپور شي. 34863436_1718292458247258_6090677106524553216_n-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .