سنګسار

۲۰ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۸ ق.ظ -

۷

جاوېد چوهدري (پاکستانی کالم ليکونکی او ژورناليست)

ژباړه: نجيب ننګيال

حضرت عيسی ع د يروشلم (بیت المقدس) د يهودو په يوه کلي بيت لحم کې پيدا شو. له پيدايښته نبي و. خلکو يې ډېر قدر کاوه. څه ګوري چې يوه ورځ د کلي خلک را ټول دي، ګرد ولاړ دي. په لاسو کې يې ډبرې نيولي په قهر ګوري. د خلکو ترمنځ يوه ځوانه ښځه ناسته ده. چيغې وهي. نږدې ده چې خلک پرې د ډبرو باران پیل کړي. عيسې ع خلک پوښتي. خلکو ټوله کيسه ورته وکړه. “دا ښځه زنا کاره ده او سنګساروو يې”. خپه شو، د ښځې تر څنګ ودرېد. خلکو ته يې مخ کړ:

“زه ستاسې د سزا تايید کوم. پرېکړه مو د شريعت سره سمه ده. خو زه يواځې يوه هيله لرم. پر دې ښځه دې د ډبرې لومړی وار هغه څوک وکړي چې په ټول عمر يې زنا، نه وي کړي؟”

بني اسرائيل د حضرت عيسی ع له معجزو خبر و. هغوی پوهېدل که دروغ ووايي د دې ستر انسان ښېرا به يې خونه خرابه کړي. بالاخره ټولو ډبرې وغورځولې او ولاړل. يواځې عيسې ع او هغه ښځه پاتې شوه.

په عيسوي تاريخ ليکوالو کې د هغې ښځې په اړه د نظر اختلاف شته. ځینې وايي د هغې ښځې نوم مېري مېکډلين و او پاتې ژوند يې د حضرت عيسی ع په خدمت کې تېر کړ. په عيسويانو کې يوه ډله د دې دعوه هم کوي چې هغه ښځه د حضرت عيسی ع مېرمن شوه او نارينه اولاد يې وزېږېد او نسل يې د “ډاونچي کوډ” په نامه اوس هم ژوند کوي. ځينې وايي هغه ښځه حضرت عيسی ع ته په منسوبو انځورونو کې هم شته. دا ټولې د عيسويانو خپلې خبرې او نظرونه دي. مسلمانان ورسره اختلاف لري. خو د هغې ښځې د سنګسار کيسه شايد ډېرو ته مالومه وي. له دې مالومېږي چې سنګسار د يهودو دود و. په تورات کې د رجم حکم هم شته. يهودو به زناکار په ډبرو ويشتل او وژل به يې. عيسی ع له پښته د يهودو نسل کې و. په کلي کې يې هم د يهودو دودونه و. خو د هغې ښځې په ژغورنه يې دغه دود مات کړ. عيسی ع په 33 کلنۍ کې اسمان ته پورته کړای شو. عيسويت هغه وخت تر بيت اللحمه محدود و. زه په پوره باور نشم ويلای چې حضرت عيسی ع به له زناکارو سره څه کول؟. خو د حضرت عيسی ع له راتګ وروسته به هم يهودو زناکار سنګسارول.

حضرت محمد ص نړۍ ته راغی. 13 کاله يې په مکه کې خلک د خدای لوري ته وبلل، بيا مدينې ته کډه شو. په مدينه کې يهود غالب و. د حضرت محمد ص له راتګ د مخه دلته هم ډېر دودونه د يهودو و. مسلمانان په لومړي سر کې بې ځواکه او لږ وو. قران شريف هم تر هغه وخته نيمګړی و. مسلمانانو هم تر لږ وخت پورې هغه دودونه خپل کړل. ترڅو د خدای له لوري حکم راتلای. ما د سيرت لږ مطالعه کړې، خو تر کومه مې چې کړې، پکې د رجم يواځې دوه کيسې راغلي. يوه يې د سړي او بله يې د يو مېرمنې په اړه ده. دواړه ته سزا د تفتيش، عينې شاهدانو او نيولو وروسته نه ده ورکړل شوې. بلکې يواځې د هغوی لخوا په خپله د اعتراف او سزا غوښتنې له امله سنګسار شوي.

لومړی: ماعز بن مالک د بنو اسلم له کورنۍ و. څلور وارې رسول الله ص ته راغی او هر ځل يې د خلکو ترمخه د خپلې ګناه اعتراف وکړ. رسول الله ص به بېرته ولېږه. بالاخره سنګسار کړای شو. په يوه کتاب کې مې دا هم لوستي و، چې کله صحابه رض د ماعز بن مالک د سنګسارولو وروسته بېرته راغلل، يو صحابي حضرت محمد ص ته کيسه کوي چې کله مو هغه په ډبرو ويشته، نو وتښتېد. ما د اوښ په هډوکي وويشت. په سر ولګېد او را غوځار شو. د حضرت محمد ص په سترګو کې اوښکې راغلې، ويې فرمايل “که هغه تښتېده، خو پرېښی به دې و”.

دوهم: د ښځې کيسه هم جالبه ده. د غامد قبيلې يوه ښځه راغله. د رسول الله په غوږ کې يې وويل. “زه ګناه ګاره يم”، هغه ص خبره نا اورېدلې و ګڼله. ښځې بيا په بل غوږ کې هم ورته دا خبره تکرار کړه. رسول الله ص بيا خبره نا اورېدلې و ګڼله. ښځې بيا په لوړ غږ وويل چې ما ګناه کړې. ناستو ټولو واورېدل. کله چې حضرت محمد ص ورته وکتل، ښځې وويل “زه حامله يم”. رسول الله ص ورته وفرمايل: “ستا د ګناه سزا ستا اولاد ولې ووينې؟ پرېږده چې ماشوم دې پيدا شي. بيا راشه. ” ښځه ولاړه. د ماشوم له پيدايښته وروسته بيا راغله. هغه ص ورته وويل، “ماشوم په مور د شيدو حق لري، چې د شيدو وخت يې پوره شي بيا راشه”. ښځه په دريم وار هم راغله، په غېږ کې يې دوه نيم کلن ماشوم و، چې ډوډۍ يې په لاس کې وه. بالاخره هغه ښځه له ګناه کابو درې کاله وروسته سنګسار شوه. څلور وارې د ځان خلاصون وخت ورکړل شو. خو هغه ځان ته په سزا ورکولو ټينګه وه.

زه د وطن له عالمانو، مفتيانو، د سيرت او تاريخ له ليکوالو څو پوښتنې لرم. زما مالومات کم دي او ديني مالومات مې بيخي لږ دي. په دې هيله چې درانه علما زما په پوښتنو خوا بده نکړي ، په ايمان مې شک ونکړي او زما د پوهولو په پار مې پوښتنې ځواب کړي.

لومړۍ پوښتنه: ايا په قران شريف کې د سنګسار په اړه حکم شته؟ که هو، نو کوم ايتونه دي؟ که نه، نو ولې دينې عالمان ډېر کله د سنګسار غوښتنه کوي؟

– رسول الله ص ته دمنسوبو پورتنيو دواړو واقعاتو په اړه څه واياست؟ د النور سورت له نازلېدو مخکې شوي که وروسته؟ که مخکې، نو ايا بيا هم سنګسار د شريعت له نظره سمه پرېکړه ده؟

– د حضرت محمدص په ژوند له دې پرته بله دغسې واقعه هم شوې؟

– که نه، نو ايا له دغو دوه واقعاتو پرته په اسلامي خلافتونو کې بله دغسې کيسه شوې؟

که هو، نو څه سزا ورکړل شوې؟

– په پورتنيو دواړو واقعاتو کې د اعتراف په بنسټ سزا ورکړل شوې. د شکايت، تفتيش او عيني شاهدانو په بنسټ نه. ايا د حضرت محمد ص په وخت کې څوک د شکايت، تفتيش او عيني شاهدانو له امله هم په سزا رسېدلي؟ که نه، نو ايا مونږ څوک له تفتيشه وروسته سنګسارولای شو؟

– ايا د راشده خلفاو په دور کې هم څوک سنګسار کړای شوي دي؟

د حضرت عمر رض خلافت په 22 لکه مربع ميله زمکه و. د ډول ډول ژبو، نسلونو او دودونو خلک پکې و. که هغه وخت دغسې کومه واقعه کېده، نو څه سزا به ورکړل کېده؟ ايا په ډبرو ويشتل کېدل؟ که هو، نو ايا د راشده خلفاو رضا به پکې وه؟

زنا کار په اړه پرېکړه د چا دنده ده؟

ايا په اسلام کې بله داسې ګناه شته، چې څلور عينې شاهدان پکې اړين وي؟ هغه هم ريښتينې، پرهېزګاره او هېچا ته يې په صداقت اعتراض نه وي.

سنګسار د يو اسلامي حکومت دنده ده؟ که دا کار عامه خلک هم کولای شي؟ که دا کار د حکومت دنده وي نو بيا د هغو خودسرانه پرېکړو او سنګسارولو په اړه ولې چپ ياست چې عامه خلک او مختلفې خودسره ډلې يې کوي؟

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .