سوله بهتره ده- استاد محمد زمان مزمل

۲۰ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۴ ق.ظ -

۵

استاد محمد زمان مزمل

پر ځمکه د انسان ژوند مختلف اړخونه لري.

خدای پاک ځمکې ته انسان د یوه خلیفه په توګه رالیږلی، چې ځمکه اباده کړي او خپله انسانان پکې اباد شي او تر ټولو ښه ژوند ولري.

ولې انساني غرائز او کله ناکله د ګټو پر سر مسابقه انسانان له طبیعي ژونده بهر کړي.

نو ځکه کله په اختلاف اوړي او چې حل یې نکړي نو پر جنګ اوړي او چې د حل لاره لنډه ورته پيدا نکړي نو په هغو انسان سوځونکي وحشت اوړي چې جګړه یې لکه افغانستان هر څه برباد کړي: کلي، ابادي، زراعت، ژوند، زلمي، او بلکې بشپړ نسل پکې برباد شي او ټول د جهالت او جګړو په اور کې یوازې پر جګړه مصروف وي.

منم چې د افغانستان اولې او وروستۍ جګړه اصلاً دښمنانو پر تجاوز پر موږ تپلې وې او موږ پکې له مقاومت پرته بله لاره نلرله او نه یې لرو.

ولې موږ پرون او نن هم د یوې دغسې جګړې په لړ کې بیا هم متحد نه و بلکې په همدغسې د فرض وحدت ظروفو کې یو د بل مخ ته مسلح ودریدو.

د همدې ترخې تجربې له تله او د خدای پاک د ستر حکم په اساس باید افغانان:

اول: په فارغ زړه د اتحاد لارې ته راوګرځي

دویم: د مذاکراتو له لارې یې پيل کړي

درېیم: په دې لاره کې هر طرف بل لوري ته په نسبت زیات د تنازل په روحیه ورګډ شي

بزرګوار خدای د الرحمان په سورت کې د ټولو نعمتونو په سر کې د بیان او خبرو نعمت یاد کړی، هغه په همدې چې هغه د انسان بی شماره ربړې حل کوي.

الله پاک چې ویلي دی «والصلح خیر» معنا یې همدا ده چې انسان دغسې لارې ته وهڅوي او د خدای په خبره باور وکړي.

موږ مسلمانان خدای پاک د دغسې یوې عقیدې په سلسله کې سره ورونه کړي یو چې د قتل د نوي جنایت په پيښيدو بیا هم دغه وروری پاتې ده چې باید مسلمانان پکې خپل د سولې ژوند کرکو ته پری نږدی هلته چې وايي:

«فمن عفي له من أخیه» یعنی که قاتل ته مقتول د ورور یا پلار چې د هغه وروری عفوه وکړه.

موږ چې په افغانستان کې تر شلو کلونو زیات سره بیل او په جګړو کې پاتې یو موږ ته په کار دي چې راتلونکي نسلونه له دې بیلتون او جګړو نه وژغورو.

هر جنګ غالب او مغلوب، فاتح او مفتوح لري ولې داخلي کورنۍ جګړې اصلاُ فاتح نلري!

که موږ پرون په خپل هېواد کې متحد و اصلاً به دې هیواد ته نه شوروي اتحاد او نه هم نننی جاني ائتلاف په دغسې ډول نه و راغلی چې هېڅوک پکې دوستان نه دي.

اوس هم له پردیو د خلاصون لاره هماغه ده چې بیرته سره وروڼه شو او د دې پردیو د تجاوز ټغر په ګډه ټول کړو.

دا چې موږ دې په خپل هېواد کې د یوې واقعي سولې شرائط برابر کړو، په کار دی :

اول: چې افغاني لوري په دې اړه د تېر بدغوني سیاست بنیاد په ګډه پریدي او د سولې لپاره د یوې ارادې او عزم سره راشي.

دویم: باید چې په دې حرکت کې د جګړې ټول اطراف شامل شي هېڅوک په کې بهر پاتې نه شي.

درېیم: د سولې لپاره هغه کسان ولیږل شي چې پر سوله باور لري او د سولې لپاره د مناسبې ژبې او تهذیب خاوند وي.

څلورم: هومره پکې په مقابل طرف بار نه شي چې هغه پکې د روانیدو حوصله ونلري.

پنځم: هغه مواد چې پکې د خدای حکم دی په هغه کې چنې ونه شي او هغه چې پکې د ملت سرلوړي ده هغه وزغمل شي.

شپږم: سوله په مجموع کې یو شریک کردار دی، کامیابي یې باید د ټولو کامیابی وګڼل شي او په دې کې د چا د وړلو او بایللو فکر دخیل نه شي.

اووم: باید د سولې په مذاکراتو تل درېیمګړی مصلح ومنل شي ترڅو د مخامخ مذاکراتو په لړ کې پاتې محدود لاینحل مسائل په خپل بی طرفه کردار حل او سوله وروستی پړاو ته ورسوي.

اتم: سوله‌ګر درېیم ګر جهت باید د سولې په خبرو کې په هغه تدریج او په هغه بې طرفۍ کې ځان وساتي چې د یوې کامیابې سولې لپاره ضروري دی.

نهم: څنګه چې په افغانستان کې مطرح سوله تر شا د نظام او د قدرت توزیع او په قدرت کې د سیاسي احزابو او ملتونو یو متوازن حضور تر شا لري باید یوه سلسله مهم مسائل هغو مشترکو مراجعو ته پریښودل شي چې د ملت په سطحه د یوې ملي پریکړې ښه توان لري.

له لوی خدای نه غواړم چې افغانان د خیر او فهم له مخې په هغه حد کې ویښ او بیدار کړي چې د خپل هېواد راتلونکی خپله وټاکي او چا ته یې د کچکول نیولو ضرورت پيدا نکړي! (آمین)

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .