سپوږمۍ وردګ: پکتيا کې د ښځو په وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی.

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۵۷ ب.ظ -

د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستيالې سپوږمۍ وردګ پکتيا ولایت ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي شميم خان کټوازي سره په ليدنه کې د ښځو د اوسني وضعيت، ستونزو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې. آغلې وردګ په پکتيا کې په ټولنیزه، سیاسي او اداري برخه د ښځو پر زیاتېدونکې ونډې خوښي وښوده او زیاته یې کړه او ل ولایتي ادارې څخه یې د خویندو د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

FB_IMG_1526484096482

پکتيا والي شميم خان کټوازي د سپوږمۍ وردګ په مشرۍ راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او زیاته یې کړه، خویندو ته یې په ادارو کې د کار د زمينې پر برابرولو سربېره، د دوی پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي او اقتصادي پیاوړتيا لپاره له ديني عالمانو، قومي مشرانو او اړونده ادارو سره ګډ کار کړی او په دې برخه کې د پرتو ستونزو د حل په موخه به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. د یادونې وړ ده، چې د ښځو چارو وزارت مرستيالې د یو شمېر نورو وزارتونو د استازو د يوه پلاوي په مشرۍ پکتيا ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې د پکتيا، لوګر او خوست ولایت د ښځو چارو د ریاست له مسؤلينو، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ولایتي کميسيونونو له غړو، مدني فعالانو او خویندو سره په ليدنو کې د دوی ستونزې او وړانديزونه راټول او ژمنه یې وکړه، چې د وزارت او حکومت له رهبرۍ سره به پرې په ګډه کار وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .