سپينه ماڼۍ: د امريکا او شمالي کوريا مشران د جون په ۱۲مه يو بل سره ويني

۱۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۴ ق.ظ -

د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي دي، د امريکا او شمالي کوريا ولسمشران د جون د مياشتې په ۱۲ مه په سنګاپور کې يو بل سره وويني.

سارا سنډرز ويلي دي، د متحده ایالاتو او شمالي کوریا پلاوي د دواړو کوریاګانو ترمنځ په غیر پوځي سیمه کې د راتلونکې سرمشریزې په اړه خبرې کوي.

AD397346-C705-423C-8ABC-4AC4C9C95659_w1023_r1_s

ولسمشر ډونالد ټرمپ له کېم جونګ اون سره خپله د سنګاپور کتنه لغوه اعلان کړې وه، خو د اوونۍ په سر کې يې په سپینه ماڼۍ کې د شمالي کوریا له یوه لوړ رتبه مسؤل سره تر لیدو وروسته اعلان وکړ چې دی او کېم به د جون په ۱۲مه په سنګاپور کې له یو بل سره وویني.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .