سپينه ماڼۍ پر يو شمېر نورو شرکتونو بنديز لګوي

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۰۰ ق.ظ -

ښایي ټرمپ د یو نوي فرمان په صادرولو سره پر یو شمېر هغو بنسټونو او بهرنیانو بندیزونه ولګوي چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې یې لاسوهنې کړې وي.

 رویټرز اژانس او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې وایي، ښایي ټرمپ نن دا فرمان لاسلیک کړي.

 یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی رویټرز ته ویلي، چې دا بندیزونه په هغو شرکتونو او خلکو لګېږي چې په هک کولو یا د ټاکنو پر وخت له ځینو نورو لارو په لاسوهنو تورن دي.

D72895CC-461C-4049-9A48-E051BD638DA6_w1023_r1_s

وړاندې تر دې د امریکا استخباراتي ادارو ویلي، چې روسیې د سایبري او تبلیغاتي کمپاین له لارې د امریکا د ۲۰۱۶میلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .