سپين غر مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۳۵ ب.ظ -

دغه لوبه ، چې د خوست په ملي لوبغالي ترسره شوه ، مس عینک پچه وګټله د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه ، چې سپين غر د ټولو لوبغاړو په سوځيدو د ۳۲۵ منډو موخه وټاکله .

FB_IMG_1531234897475

د سپين غر لوبډلمشر محمد شهزاد ۱۴۳ منډې جوړې کړې ، چې تر نورو ښه وځليد . د مس عینک له لوري رحمت شاه ۴ ويکټې ترلاسه کړې . مس عینک موخې ته د رسيدو لپاره نیږدې شوی و ، خو بیا يې هم ونه کړای شول چې لوبه وګټي او د ۲۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه . شاهد کمال و ، چې خپلې لوبډلې ته یې سلیزه ووهله او ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې يې وکړې دغه راز فضل نیازي هم نیمه سلیزه جوړه کړه . قیس احمد سپين غر ته ۳ ويکټې ترلاسه کړې ، شهزاد محمدي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته . یادونه کوو ، چې سبا به بیا د خوست په لوبغالي د سپين غر او بوست لوبډلو لوبه پيل شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .