سګرېټ، نه ورکېدونکي چاپېریالي زهر

۱۸ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۴۳ ب.ظ -

دویمه برخه

په تېره  کي مو د سګرېټ، پر کوچنيانو ئې اغېز او د هغه پاته شونو په اړه بحث وکړ. په دې اوونۍ کي به د سګرېټ او تنباکو د اغېز په اړه نور معلومات هم وړاندي کړو.

د سګرېټ جوړولو پروسس او د هوا ککړوالی:

د هوا ککړتیا یوازي د سګرېټ څکولو له امله نه رامنځ ته کېږي، بلکي هغه جریان هم په کښي دخیل دی، په کوم کښي چي له خامو موادو څخه سګرېټ جوړېږي. کومي فابریکې چي سګرېټ جوړوي (لکه، عمومي فابریکې) په زیاته اندازه په هوا کي کاربن، نایټروجن، کاربن مونو اکسایډ او ورته نور چاپېریالي زهر خارجوي. له همدې امله د سګرېټ جوړولو پروسس د چاپېریال ککړولو یو لوی لامل بلل کېږي.

سګرېټ او د اورلګېدني خطر:

ساده د سګرېټ، سیګار او یا ورته نورو توکو لګول ښايي موږ ته زیات اقتصادي، ځاني او چاپېریالي زیانونه راواړوي. زیاتره خلک په نافهمۍ کي تر سګرېټ لګوني وروسته خاشه داسي ځای وغورځوي چي له امله ئې په پراخه اندازه اورلګېدنه رامنځ ته سي. تاسي خبر یاست، په نړۍ کي هر کال د سګرېټو د لګولو د اورلګېدني له امله یو نیم بېلیون ډالره زیان رسېږي. دغو اور لګېدنو نه یوازي اقتصادي زیان اړولی، بلکي له امله ئې په اوسط ډول په کال کي ۸۰۰ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی او ۱۶۶۰ نور زخميان کېږي. دغه اور لګېدني چي څومره مالي او ځاني تاوانونه لري، تر هغه زیات چاپېریالي تاوانونه هم لري، لکه: په هوا کي د کاربن د ګراف لوړېدل، د او زون د سطحي سوري کېدل، د بارانونو تېزابي کېدل او په ټولیزه توګه د اقلیم د تغییر سبب کېدل.

تنباکو، د ځنګل وهني عمده لامل:

ځنګل وهنه د درختو وهلو او د هغو سیمو هوارولو ته ویل کېږي، چېري چي په پراخه اندازه ځنګلونه آباد وي. په تنزانیا کي د تنباکوو کښتونه عموماً په هغو سیمو کي ډېر دي چېري چي ځنګلونه آباد دي. د دې ځای خلکو د تنباکوو کښت ته خورا زیاته پراختیا ورکړې. همدا وجه ده چي په دغه ځای کي د تنباکوو د کښت له امله کال تر بله ځنګلونه کمېږي. د تنزانیا د تنباکوو یو کښتګر، امانیول میهابو وايي: “موږ له ډېر پخوا څخه د تنباکوو په کرلو بوخت یو. زما پلار په لومړیو وختونو کي په ۴ هکټاره مځکه کي تنباکو کرل. زموږ د مځکي شاوخوا خورا لوی لوی ځنګلونه وو او په هغه کي ډول ډول حیوانات هم اوسېدل. اوس تاسي ګورئ، په ډېر څه یوه درخته نه پیدا کېږي، ټوله مځکه تنباکو نیولې ده.”

د تنباکوو توکل، د کثافاتو ډېرېدل دي:

د تنباکوو ژوونکي د تنباکوو جوس نه تېروي، ښکاره خبره ده چي هغوی ئې یو ځای توکي. دغه ځای، هر هغه ځای کېدای سي چېري چي د تنباکو معتادین ژوند کوي. که چېري تاسي د یوه تنباکو ژوونکي کور یا اطاق لیدلی وي، تاسي به ښايي ډېر ځایونه د تنباکو توکلي پاته شوني لیدلي وي، که موټر وي، که تر کمپلې لاندي مځکه وي، که د دېوال کونج وي او که ورته نور د اوسېدلو ځایونه وي، ټول د تنباکوو ژوونکي کس د لاړو او تنباکوو د پاته شونو څخه ډک وي. له دې څخه دا جوتېږي، که چېري تنباکوو ژوونکی کس یوازي په کور یا بل مشخص ځای کي تنباکو تف کړي، نو هورې به تر یو وخته پاته سي، ولي که چېري ئې هر ځای تف کړي، نو هر ځای به د دغو کثافاتو مجموعه ولیدل سي.

په دې برخه کي د تنباکوو تولیدوونکو شرکتونو هڅي ولي تاثير نه کوي؟

تنباکو تولیدوونکو شرکتونو له تېرو څو کلونو راهیسي پرله پسې هڅي کړي، څو داسي توکي تولید کړي چي چاپېریال ته زیان و نه رسوي، ولي تر اوسه نه دي توانېدلي. دوی یوازي او یوازي د خلکو د خبرولو او د هغوی پام د چاپېریال اړخ ته د رااړلو له پاره اعلانونه کوي. د بېلګي په توګه: په جاپان کي یو وخت د جاپان د تنباکو نړیوالي کمپنۍ په یوه غونډه کي تفدانۍ ووېشلې. د دوی په باور، دغو تفدانیو د سګرېټو د پاته شونو د له منځه وړلو خاصیت درلود.

د کوایټ سموکینګ کمیونټي ویب پاڼي د راپور له مخي، د دوی دغه کار یوازي د دې له پاره و، څو خلک وهڅوي چي هر ځای د سګرېټ پاته شوني و نه غورځوي او له تفدانیو څخه کار واخلي.

۱۴۸ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of