سګرېټ، نه ورکېدونکي چاپېریالي زهر!

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۲۹ ق.ظ -

د پسرلي مطلب تازه ګلان، پاکه هوا، آراموونکي آوازونه، شین آسمان او تفریح ده، خو نن ورځ له دغو ښکلاوو څخه د سګرېټ څکولو او د هغه د پاته شونو له امله سمه استفاده نه سي کېدلای. څېړونکي وايي، هر کال ۱،۷ بیلیونه د سګرېټو پاته شوني په بندونو، سیندونو، د سیند پر غاړو او د مځکي په نورو برخو کي راټولېږي. د سګرېټو پاته شوني د سګرېټ په څېر مضر او تاواني کېمیاوي مواد، کارسینوجینز او نور زهریات لري.

د نړۍ په کچه هر کال ۴،۳ ټرېلیونه د سګرېټو پاته شوني د مځکي پر مخ غورځول کېږي. د امریکا په متحده آیالتونو کي سګرېټ څکوونکي تر ۲۵۰ ملیونه زیات د سګرېټ پاته شوني غورځوي. همدا راز په برتانیه کي هر کال ۲۰۰ ټنه د سګرېټو پاته شوني راټولېږي او آسټرلوي سګرېټ څکوونکي هر کال ۷ بلیونه د سګرېټ پاته شوني په آزاد چاپېریال کي غورځوي. په ټولیزه توګه ویلای سو چي په لوېدیځو هیوادونو کي د سګرېټو پاته شوني د کثافاتو ۵۰ سلنه برخه جوړوي.

   

موږ په خلا کي ژوند نه کوو، بلکي په داسي ځای کي ژوند کوو چي د ډول ډول ژوندیو موجوداتو مسکن دی. موږ زیات وخت د خپلو غوښتنو د تر سره کولو له پاره داسي لار غوره کوو چي نورو ته زیان رسوي. که څه هم زموږ موخه نورو ته زیان رسول نه وي، خو په غیرمستقیم ډول نور ژوندي موجودات زموږ له کړنو متاثره کېږي. زیاتره خلکو ته تنباکو څکول او ژوول خوند ورکوي، خو په دې نه پوهېږي چي دغه کار چاپېریال ته څومره زیان رسوي. ممکن موږ د هغو سګرېټو د پاته شونو پرتله و نه سو کړای، کوم چي د ماهیانو او یا مرغانو په نس کي پیدا کېږي او هغه چي موږ ئې په عامه ځایونو کي غورځوو، ځکه د سګرېټو هغه پاته شوني چي موږ ئې په عامه ځایونو کي غورځوو، مرغان او ماهیان د خپلي خوراکې په نیت خوري.

موږ ته په کار ده په رښتیني ډول هغه زیانونه وڅېړو چي د سګرېټ او یا نورو تنباکو لرونکو موادو له امله رامنځ ته کېږي.

تاسي فکر وکړئ سګرېټ څکول څنګه چاپېریال زیانمنوي؟ ښايي ستاسي دا جواب وي: ټول هغه ژوندي موجودات چي موږ غواړو پر مځکه خوندي پاته سي، د سګرېټ څکولو له امله په تدریجي ډول له منځه ځي.

۱- سګرېټ څکول او کوچنیان

په سګرېټ کي موجود ټول کېمیاوي مواد بې له دې چي په چاپېریال کي خپاره سي، بل کوم ځای ته نه ځي. تر ټولو ناوړه کار هغه بلل کېږي چي په پراخه اندازه ئې زیان نورو ژوندیو موجوداتو ته رسېږي. سګرېټ څکول هم یو له دغو کارونو څخه دی. ځیني خلک په هغو ځایونو کي سګرېټ څکوي او غورځوي، چېري چي کوچنیان لوبي کوي. عموماً کوچنیان دغه څکول سوي سګرېټ رااخلي او دویم ځل ئې څکوي. دا په یاد ولرئ، کوم کوچنیان چي په دغسي ځای کي لوبي کوي، چېري چي د سګرېټ پاته شوني زیاتي وي، په یوه ساعت کي دننه متاثره کېږي.

۲- د سګرېټو پاته شوني سخت زیان رسوونکي عوامل دي

دا به ډېره ښه وای، که چېري د سګرېټو پاته شوني له منځه تللای سوای، ولي متاسفانه دا شونې نه ده. دغه پاته شوني په چاپېریال کي خپرېږي او موږ نه پرېږدي، تر څو په آزاده توګه ژوند وکړو.

څېړونکي وايي، تر ټولو زیات چاپېریال ته زیان رسوونکي، د سګرېټو پاته شوني دي. دا له دې امله نه چي هر ځای موجود دي او هر یو استفاده ځني کوي، بلکي داسي مواد په کښي موجود دي چي زهري خاصیت لري او له منځه نه ځي. سګرېټ په کانالونو، د سیند پر غاړو، خاورو او د اوبو په دننه کي په لسهاوو کلونه پاتېږي او په تدریجي ډول، بندونه، سیندونه، په ځانګړي ډول، مرغان، ماهیان او هغه تي لرونکي حیوانات چي د اوبو په موجوداتو ئې ګذاره وي، په مهلکو ناروغیو اخته کوي.

 
24 ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed